سیمه ییز خبرونه
د شمال د ډبرو د سكرو د تصدۍ عوايد ۵ په سلو كې ډېر شوي
د شمال د ډبرو سكرو د تصدي عوايد د روان كال په تېرو نهه مياشتو كې د تېر كال د ورته مودې په تناسب۵ په سلو كې ډېر شوي دي.
د دې تصدي مسوولين وايي، په بازار كې د ډبرو سكرو ته د تقاضا زياتوالى، د انتقالاتي لارې ښه والى او له خپلسرو كېندونو څخه مخنيوى د عوايدو د ډېروالي عوامل دي.
د شمال د ډبرود سكرو د تصدي رييس انجنير عبدالخالق زياتوي، د دې تصدۍ اويا سلنه توليدات پاكستان ته صادريږي.
د شمال د ډبرو د سكرو د تصدي د رياست فني مرستيال انجينر علي مدت وايي، په ځينو سيمو كې د زور لرونكيو كسانو له خوا خپلسرې كيندنې كيږي، چې زياتې ستونزې را منځته كوي.
د شمال د ډبرو د سكرو په تصدي كې شاوخوا ۵۰۰ كسان كار كوي، خو په اوړي كې د دې تصدۍ د كارگرانو شمېرد كيندنې د پراختيا او د ډبرو د سكرو د انتقال په دليل ۵ زره ته رسيږي، چې د ډبرو د سكرو په څلور كانونو كې، چې په سمنگان، بغلان او باميانو كې دي، كار كوي.
شاوخوا درې مياشتې وړاندې په سمنگان ولايت كې د ډبرو د سكرو كان د نړيدو په پېښه كې ۲۷ تنه وژل شوي او له شل ډېر كسان ټپيان شوي ول.