سیمه ییز خبرونه

د شمال د ډبرو سكرو عوايد د تېركال په پرتله څه نا څه ۲۵ سلنه لوړ شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د شمال د ډبرو سكرو عوايد په تېرو نهه مياشتو كې د تېركال د همدې مودې په پرتله څه نا څه ۲۵ سلنه لوړ شوي دي.

د شمال د ډبروسكرو د تصدۍ رييس انجنير عبدتالخالق وايي:

په بازار كې د تقاضا زياتيدل، د لارې جوړښت او د ۲۵۰ هغو سمڅو بنديدل، چې په ناقانونه توگه ترې سكاره را ايستل كيدل د دې لامل شوي، چې د ډبرو سكارو توليدات او عوايد د تېرو كلونو په پرتله زيات شي.

د نوموړي په وينا د شمال د ډبروسكرو د استخراج په چارو كې سمون، د ډبروسكرو د ناقانونه استخراج مخنيوى، د كارگرانو هڅونه او په تلو كې كنترول د دې لامل شوى، چې په روان كال كې د دې تصدۍ په عوايدو كې ډېروالى راشي.

د دې تصدۍ فني مرستيال علي مدد وايي، چې تراوسه هم په ځينو سيمو كې د زورواكانو ل

د شمال د ډبرو سكرو عوايد په تېرو نهه مياشتو كې د تېركال د همدې مودې په پرتله څه نا څه ۲۵ سلنه لوړ شوي دي.

د شمال د ډبروسكرو د تصدۍ رييس انجنير عبدتالخالق وايي:

په بازار كې د تقاضا زياتيدل، د لارې جوړښت او د ۲۵۰ هغو سمڅو بنديدل، چې په ناقانونه توگه ترې سكاره را ايستل كيدل د دې لامل شوي، چې د ډبرو سكارو توليدات او عوايد د تېرو كلونو په پرتله زيات شي.

د نوموړي په وينا د شمال د ډبروسكرو د استخراج په چارو كې سمون، د ډبروسكرو د ناقانونه استخراج مخنيوى، د كارگرانو هڅونه او په تلو كې كنترول د دې لامل شوى، چې په روان كال كې د دې تصدۍ په عوايدو كې ډېروالى راشي.

د دې تصدۍ فني مرستيال علي مدد وايي، چې تراوسه هم په ځينو سيمو كې د زورواكانو له خوا  په غير قانوني ډول سكاره را ايستل كيږي، چې ډېرې ستونزې رامنځته كوي.

د شمال د ډبرو سكرو د دايمي كارگرانو شمېر۵۰۰ تنه دى، خو په تېر اوړي كې د كار د ډېروالي له امله دا شمېر ۵ زره تنو ته رسيږي، چې په سمنگان، بغلان او باميان ولايتونو كې د سكرو پر څلور كانونو كار كوي.

دا كار بې ستونزوهم نه دى، په سمنگانو كې د يوه كان د را لويدو په پېښه كې ۲۷ تنه مړه او له شل ډېر نور ټپيان شول .

ه خوا په غير قانوني ډول سكاره را ايستل كيږي، چې ډېرې ستونزې رامنځته كوي.

د شمال د ډبرو سكرو د دايمي كارگرانو شمېر۵۰۰ تنه دى، خو په تېر اوړي كې د كار د ډېروالي له امله دا شمېر ۵ زره تنو ته رسيږي، چې په سمنگان، بغلان او باميان ولايتونو كې د سكرو پر څلور كانونو كار كوي.

دا كار بې ستونزوهم نه دى، په سمنگانو كې د يوه كان د را لويدو په پېښه كې ۲۷ تنه مړه او له شل ډېر نور ټپيان شول .

Trending

Exit mobile version