روغتيا

 د شنبې پر ورځ به په افغانستان کې څه باندې ۴ میلیون ماشومان واکسین شي

د روغتیا وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې کمپاین کې به څلور میلیون او ۲۰۰ زره له پېنځه کلونو ټیټ عمره ماشومان واکسین شي.

Published

on

له ګوزڼ یا پولیو څخه د پاک افغانستان نومي بنسټ ویلي، چې د شنبې پر ورځ د زمري شلمه به د هېواد په ځینو برخو کې د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شي.

دې بنسټ د پنجشنبې پر ورځ (د ۱زمري اتلسمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دغه کمپاین راتلونکې اوونۍ د شنبې پر ورځ د افغانستان په ځینو برخو کې پیلېږي.

د عامې روغتیا وزارت د پولیو د له منځه وړلو مرکز مسوول عبدالقدوس بریالي رسنیو ته ویلي، چې دا کمپاین د څلورو ورځو لپاره په هرات، روزګان، هلمند، کندهار، زابل او نیمروز کې پیلېږي.

د روغتیا وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې کمپاین کې به څلور میلیون او ۲۰۰ زره له پېنځه کلونو ټیټ عمره ماشومان واکسین شي.

افغانستان او پاکستان یوازني دوه هېوادونه دي، چې تراوسه توانیدلي ندي، چې د پولیو ناروغي له منځه یوسي.

دغه راز د پاکستان ځايي رسنیو د پنجشنبې پر ورځ (د زمري اتلسمه) د افغانستان پولې ته څېرمه د بلوچستان په یوه سیمه کې د پولیو د پېنځمې پېښې خبر ورکړ او له دې پېښې سره په بلوچستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۱۰ کسانو ته ورسېد.

د يادو رسنيو د معلوماتو له مخې؛ له دې پېښې سره سږ کال په ټول پاکستان کې د ثبت شويو پېښو شمېر ١٣ ته رسېدلی دی.

ویل کیږي، چې د عبدالله کلا په سیمه کې یوه ۱۱ میاشتني ماشومه د ګوزڼ ویروس له کبله فلج شوې ده.

Trending

Exit mobile version