سیمه ییز خبرونه

د شنبې په ورځ به د ښځو)پروموت) پروگرام د ۲۱۶ میلیون دالرو په ارزښت پرانستل شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د شنبې په ورځ(د لړم ۱۷) به د ولسمشر غني لخوا )پروموت) پروگرامد دوه سوه شپاړس میلیون ډالرو په ارزښت د ښځو لپاره پرانستل شي.

دغه پروژه له پېنځه اویا زره ډېرې ښځې تر خپل پوښښ لاندې راولي.

د ښځو چارو وزرات وايي، ښځې پدې پروگرام کې پخپلگډون کولی شي، چې په آسانۍ ترټولو ښه کاري فرصتونه ترلاسه کړي.

د ښځو چارو وزارت معینه فوزیه حبیبي وایي، ولسمشر غني به د شنبې په ورځ د پروموتپرگرام پرانیزي.

د نوموړې په وینا؛ دغه پروژه د ۲۱۶ میلیون دالرو په ارزښت ترټولو ستره مالي بودجه ده، چې پر افغان ښځو پانگونه کیږي.

د ښځو چارو وزارت معینه سیده مژگان مصطفوي وایي، دغه پروژه به څه نا څه پېنځه اویا زره میرمنې په سیاسي رهبرۍ، مدیریت او نورو دندو کې وروزي او کاري زمینې به ورته برابرې کړي.

دا په تېرو دیارلس کلونو کې د افغان میرمنو لپاره ترټولو ستر پروگرام دی، چې د امریکا په مالي مرسته پیلیږي او له ۱۸ تر ۳۰ کلونو عمر لرونکې ښځې تر خپل روزنیز پوښښ لاندې راولي.

Trending

Exit mobile version