سیمه ییز خبرونه

د شنبې په ورځ جلال اباد ښار کې څو پرله پسې چاودنې وشوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ پرقراول په شوي ځانمرګي برید کې څوارلس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. چارواکي وايي، برید کوونکي غوښتل د امنیې قومندانۍ انګړ ته د ننه شي، خو د پولیسو تر ډزو وروسته یې په قراول کې ځانته چاودنه ورکړې. په پيښه کې دوه پولیس او یو ملکي وګړي وژل شوي اوپنځه پولیس ټپيان دي.

بلخوا له دې پېښې څو شېبې وروسته د ښار په څلورمه ناحیه کې د پولیسو پر موټر دوه پر له پسې چاودنې شوي، چې یوازې یو سرتېری پکې ټپي شوی دی

جلال اباد ښار تر یو څه ځنډ وروسته د شنبې په سهار ( د تلې ۲۰ ) د درې پرله پسې چاودنو شاهد وو.

د ولایت مطبوعاتي مسئول احمد ضیا عبدالزی وايي:

د سهار پرشاوخوا اتو بجو یوه ځانمرګي برید کوونکي خپل یو کرولا ډوله موټر، چې له چاودېدونکو توکیو ډک وو د امنیې قومندانۍ له لومړي قراول سره وجنګولو او درنه چاودنه رامنځته شوه.

دی زیاتوي، چې په دې پېښه کې دوه پوليس او یو ملکي وګړی وژل شوی او پنځه پولیس اوپنځه ولسي وګړي ټپیان دي.

دی همدارنګه وايي، د ولسي وګړو یو شمېر موټر او ریکشې هم ویجاړې شوې دي.

د ننګرهار د امنیې  قومندان فضل احمد شېرزاد وایي:

برید کوونکي غوښتل قومندانۍ ته ننوځي، خو د پولیسو له مقاومت سره مخ او کله، چې پرې پولیسو ډزې کړي برید کوونکي د قراول مخ کې ځانته چاودنه ورکړې.

شېرزاد زیاتوي، د دغه ډول پېښو د مخنیوي لپاره یی بشپړ چمتووالی نیولي اوهڅه به وکړي، چې دغلته امنیتي حالت ښه کړي.

تر دې پېښې څو شېبې وروسته د جلال اباد ښار په څلورمې ناحیه کې د پولیسو پر یوه رنجر موټرد سړک غاړې ماین چاودنه شوې، چې موټر زیامن شوی خو چاته زیان نه دی اوښتې.

چارواکي وايي، کله چې د پېښې ځای ته د پلټنې ډله رسېدلې دوهمه چاودنه شوې، چې یوازې یو تن پکې ټپي شوی دی.

كه څه هم د دا ډول بريدونو مسئوليت وسله وال طالبان پرغاړه اخلي، خو ‌ذبيح الله مجاهد، چې ځان د طالبانو وياند ګڼي وايي، په دې بريد كې لاس نه لري او تر دې وروسته دوې پرلپسې چاودنې د دوى د افرادو له خوا شوې دي.

بلخوا ځينې د ننګرهار چارواکي وايي، ګاونډي هېوادونه ځينې مافیايي کړۍ، ټوپکوال او ځينې نورې ډلې هڅه کوي، چې د خپلو شخصي ګټو د خوندي کولو لپاره امنیتي حالت خراب کړي.

دوى همدارنګه وايي، دغو ډلو د نوي امنیې قومندان د مورال د کمزوري کولو او بد نامولوهڅې هم پېل کړي، خو په وېنایې دوی به تر وروستۍ سلګۍ دغلته د هرډول غېرې قانوني کړنو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

د امنیې قومندان فضل احمد شېرزاد وايي، دغه ډول پېښې یې د کارونو پر وړاندې خنډ کېدلی نه شي او دی به هڅه وکړي، چې د ننګرهار امنیتي حالت د ښوالي په لور روان کړي.

نوموړی زیاتوي، چې د حالاتو د ښه کولو لپاره یې یو شمېر تدابیر په پام کې نیولي دي.

Trending

Exit mobile version