سیمه ییز خبرونه

د شنبې په ورځ د پاكستان لومړى وزير نواز شريف كابل ته راځي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په پاكستان كې د نوي حكومت له جوړيدو ورسته كابل ته د پاكستان د لومړي وزير نواز شريف لومړى سفر دى، چې د راروانې اوونۍ په سر كې به تر سره شي.

كه څه هم دغه سفر د كابل په رسمي بلنه تر سره كيږي؛ خو تر اوسه د دغې سفر موخه او اصلي اجنډا نه ده ښكاره شوې. يوازې د تل په شان د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيكو پراختيا او د باور د فضا د رامنځته كيدو لپاره خبرې د دغه سفر موخه بلل شوې ده.

د سياسي چارو كار پوهان معين مرستيال وايي، چې كابل ته په داسې يو مهم وخت كې، چې افغانستان له امريكا سره د امنيتي تړون پر سر ناندرې لري؛ د پاكستان د لومړي وزير سفر بې موخې نه دى.

سياسي كاپوه داكتر كمال سعدت وايي، پاكستان غواړي له همدې موقع څخه په گټه  د امنيتي تړون په اړه خپلې اندېښنې له افغان چارواكو سره شريكې كړي او له دغه وضيعت څخه د ځان په گټه كار واخلي.

د سولې خبرو ته د طالب چارواكو چمتو كول او له پاكستاني زندانونو څخه د افغان طالب بنديانو خوشي كول هغه څه دي، چې افغان دولت يې په كراتو له پاكستان څخه غوښتنه كړې؛ خو پاكستان په دې برخه كې د پام وړ كار نه دى تر سره كړى.

سياسي كارپوه احمد سعيد ي د افغانستان د سولې د بهير په وړاندې د پاكستان پر سياست نيوكه كوي او وايي، چې پاكستان يوازې هغه بنديان له بنده خوشي كوي، چې د دوى د گټو خلاف نه وي.

د يادوني وړده، چي شاوخوا پېنځه مياشتې وړاندې افغان حكومت د پاكستان لومړي وزير ته بلنه وركړى وه، چې دا دى د راروانې اوونۍ په پيل كې به كابل ته راشي. دا، چې يو ځل بيا د افغان او پاكستاني چارواكو گډې ليدنې به د افغانستان او سيمې په وضيعت څه اغېز ولري؛ دا هغه پوښتنه ده، چې وخت به ورته ځواب ووايې.

Trending

Exit mobile version