سیمه ییز خبرونه

د شنبې په ورځ غزنی ولایت رسما د اسلامی هېوادونو د تمدن د پلازمينې په نامه ونومول شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د اسلامي هېوادونو د تمدن د پلازمينې په توګه دغزني ولايت د نومونې مراسمو ته سلګونه كورني او بهرني ميلمانه راغلي وو.

د ايران د فرهنګ وزير سيد محمد حسين حسيني وايي، دوى وياړي چې د افغانستان د غزني ولايت د نړۍ د اسلامي هېوادونو د تمدن پلازمينه  وټاكل شوه.

د غزني والي محمد موسى اكبر زاده د مراسمو پر وخت وويل:

لدې وروسته به غزني ولايت يو ځل بيا خپل پخوانى لرغونى برم ترلاسه كړي.

هغه زياته كړه، چې په افغانستان كې روانه جګړه د بهرنيانو لخوا پر افغانانو تپل شوې ده.

د غزنی والي همدارنګه په اسلامي هېوادونو غږ وكړ، چې په افغانستان كې د سولې د ټينګښت لپاره هڅې وكړي.

د غزني اوسېدونكي د دغې تاريخي پېښې په اړوند بېلا بېل نظرونه لري.

د افغانستان د نورو ولايتونو څخه دغو مراسمو ته راغلي كسان، چې كورني توليدات يې ننداري ته ايښي وو وېل یی، چې دا په تاريخ كې يو ستر كلتوري ګام دى، چې په افغانستان كې اخيستل كېږي.

دوی همدارنګه وایی، چې له دغې لارې دوى وكولاى شول، چې افغاني كلتور نورو ته په ښه توګه ور وپېژني.

په غزني كې د افغان بيسيم مخابراتي شركت مسئول سميع الله په دغو مراسمو كې فعاله ونډه واخيسته او د مراسمو پر ګډونوالو يې پنځه سوه د موبايل سيټونه او د افغان بيسیم سيمكارتونه ووېشل.

د يادونې وړ ده، چې په غزني كې به تر يوې اوونۍ پورې بېلا بېلې نندارې، د فلكلور موسيقۍ بنډارونه، سپورتي لوبې او نور بوختوونكي پروګرامونه روان وي.

Trending

Exit mobile version