نړۍ
د شهباز شریف پر مشرۍ د پاکستان نوې کابینې لوړه وکړه
د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف نوې کابینې د سې شنبې پر ورځ ( د وري ۳۰ ) په ولسمشرۍ کې د لوړې مراسم تر سره کړل.
د پاکستاني د رسنیو د څرګندونو له مخې؛ د شهباز شریف ائتلافي حکومت تر اوسه د ولسمشر د ګوښه کولو پرېکړه نده کړې. همدا لامل دی، چې په ملي او دولتي شوراګانو کې د عارف علوي د بشپړ ملاتړ اړتیا ده.
د شریف په کابینه کې ۳۰ فډرال، څلور ایالتي او درې مشاور وزیرانو د ولسمشر علوي په نشتون کې د لوړې مراسم پر ځای کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره حنا رباني کهر یو ځل بیا خپله څوکۍ ته وټاکل شوه.
د یادونې ده، چې له دې مخکې د بېنظیر بوټو زوی بلاول زرداري بوټو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته د مشر په توګه یاد شوی و.