سیمه ییز خبرونه
د شهيدانو د اوونۍ په مراسمو كې جهادي رهبرانو او كوماندانانو گډون كړى
د افغان ولسمشر حامد كرزي لومړى مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم د شهيدانو د اوونۍ په اړه په جوړو شويو مراسمو كې وويل، چې:
كه په اوسنيو شرايطو كې نړيواله ټولنه له افغانستان څخه ووځي؛ نو يو ځل بيا به په افغانستان كې كورنۍ جگړې پيل شي.
هغه د دولتي ادارو ترمنځ اختلافات د روانو كړكېچونو زېږنده وبلل او زياته يې كړه، چې:
افغانان بايد سره يو شي.
په دغو مراسمو كې د ملي دفاع وزير د هغو گواښونو يادونه هم وكړه، چې له بهر افغانستان ته متوجه دي.
د وږي اتلسمه د شهيد احمد شاه مسعود د وژنې له لسم تلين سره برابره منل شوې، چې له څو كلونو راهيسې دغه ورځ د افغانستان د دولت او ځينو بنسټونو لخوا نمانځل كيږي.
دا ځل هم دغه ورځ د لوړ پوړيو دولتي قوماندانانو او جهادي رهبرانو په گډون ونمانځل شوه.
مارشال محمد قسيم فهيم په دغو مراسمو كې له سياسي ډگر څخه د مجاهدينو پرگوښه كولو نيوكه وكړه.
د ولسمشر لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم اوسني شرايط ډېرحساس وبلل او زياته يې كړه، چې:
سليقوي كړنې او د دولتي ادارو ترمنځ اختلافات د كړكېچونو لامل دى.
د ولسمشر لومړى مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم
كليپ:
په دغو مراسمو كې ملي دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردگ، د سولې د عالي شورى رييس برهان الدن رباني، د ولسي جرگې غړي محمد محقق او د ولسي جرگې غړي عبدالرب رسول سياف د جهادي شخصيت احمد شاه مسعود د اتلوليو او سرښندنو يادونه وكړه.
دوى ويلي، چې:
په افغانستان كې د تپل شوي جنگ د دوام لپاره له بهره او په كور كې د ننه هڅې روانې دي.
د شهيد احمد شاه مسعود د بنياد رييس احمد ولي مسعود له حكومت څخه غواړي، چې د يوه ځانگړي كميسيون په جوړولو سره دې د احمد شاه مسعود او نورو جهادي څېرو د ترورعاملان و پېژني او د قانون پنجو ته دې وسپارل شي.
احمد شاه مسعود د نيويارك د آسمان څكو برجونو له نړيدو دوه ورځې وړاندې ووژل شو، خو اوس هم د سپتمبر د يوولسمې او د هغه د وژنې د پېښو ترمنځ د تړاو په باب پوښتنې موجودې دي.
كه څه هم، چې په لومړي سر كې د احمد شاه مسعود د وژنې مسوولين طالبان وبلل شول، خو طالبان د هغه د وژنې مسووليت نه دى منلى