سیمه ییز خبرونه

د شهيد اوونۍ او د احمد شاه مسعود د وژل كېدو دولسم تلين ولمانځل شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په كابل كې د لوړ پوړو دولتي چارواكو، د ملي شورا د غړو، د جهادي مشرانو د يو شمېر بهرنیو هېوادونو يو شمېر سفيرانو او استازو په شتون كې د شهيد اوونۍ او د احمد شاه مسعود د وژل كېدو دولسم تلين ولمانځل شو.

په دغه غوڼده كې دولسمشر لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهیم د خپلې وېنا په ترڅ كې د جهاد په دوره كې  د احمد شاه مسعود كړنو ستاينه وكړه.

په داسې حال كې، چې يو شمېر اندېښنو د خلكو په ذهنونو كې ځاى نيولې، چې له ۲۰۱۴ كال وروسته به د افغانستان امنيتي حالت خراب شي او د افغانستان په چارو كې به د ګاونډيو هېوادونو مداخله زياته شي، خو د ولسمشر لومړى مرستيال دا د افغانستان د خلكو د دوښمنانو ناوړه تبليغات بولي.

نوموړي، چې له بهرنيو ځواكونو څخه افغان ځواكونو ته د مسئوليتونو لېږد د افغانستان د سياست لپاره مهمه موضوع بولي، خو زياتوي، چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو د وتلو په صورت كې دوى د ګاوڼديو هېوادونو په ځانګړې ډول د پاكستان له هېڅ ډول پوځي مداخلې څخه وېره نه لري.

نوموړى وسله وال طالبان په افغانستان كې د جګړې د دوام لامل بولي او زياتوي، چې د سولې د خبرو په برخه كې د افغان دولت د هڅو سره سره بيا هم كومه پايله نه ده تر لاسه شوې.

نوموړى زياتوي كه د ټاكنو څخه وړاندې د سولې خبرې يوې مثبتې پاېلې ته رسېدلې واى نو په افغانستان كې به جګړه پاى ته رسېدلې وه.

مارشال فهيم افغانستان د بيلې جغرافيې درلودونكې او د بېلابېلو قومونو څخه جوړ شوی هېواد ګڼې او زياتوي، چې هېڅ يوه ډله نه شي كولاى په يوازې توګه په دغه هېواد كې ډاډه حكومتداري وكړي.

هغه په همدې حال كې، چې له خلكو يې وغوښتل تر څو په راتلونكو ټاكنو كې برخه واخلي ټينګار يې وكړ، چې هېچا ته به په ټاكنو كې د لاسوهنې اجازه ورنكړي.

Trending

Exit mobile version