سیمه ییز خبرونه

د شيخ زايد پوهنتون د طب پوهنځي دروازه وتړل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د يكشنبې په ورځ(د تلې ۷) د خوست شيخ زايد پوهنتون د طب پوهنځي محصلينو وروسته له هغې په لاريون لاس پورې كړ او د ودانۍ  دروازه يې په احتجاجي توگه وتړله، چې له تېرو لس كلونو تر اوسه  كدري روغتون نه لري او سره  له دې، چې پېنځه كاله وړاندې ورته درې پوړيزه وداني جوړه شوې؛ د خرابيدو په حال كې ده.

لاريون كوونكيو زده كړيالو(محصلينو) وويل، چې هر ورځ  ټولگيو ته ځي؛ خو د استادانو د نشتون له كبله هسې ورځ  تېره وي.

دوى دولت په دې برخه كې پړ بولي.

د شيخ زايد پوهنتون رييس پوهندوى محمدرسول باوري د محصلينو ستونزې په ځاى بولي او وايي، چې:

د ياد پوهنځي ستونزې  څو  ځله  وزارت ته وړاندې شوي؛ خوپاملرنه، ورته نه ده شوې.

نوموړى د عملي زده كړو په اړه وايي، چې دمگړۍ د پوهنځي ډېرې عملي ستونزې د دوى په مجهز لابراتوار كې حل دي.

د يادونې وړ ده، چې د مگړۍ د خوست شيخ زايد پوهنتون په  دولس پوهنځيو كې له اووه زره محصلينو څخه د نجونو په شمول شپږ سوه يې د  طب محصلين دي او د پوهنتون د ١٦٣ استادانو څخه څلوېښت د ماسټرۍ او دوکتورا د تر لاسه كولو لپاره په بهرنيو هيوادونو كې زده كړې كوي.

Trending

Exit mobile version