تازه خبرونه

د شپږیزه کرکت لیګ اووم پړاو به په سپتمبر کې تر سره شي

Published

on

د افغانستان کرکت بورد په ډاګه کړې، چې په کابل کې به د کرکت لیګ اووم پړاو د روان کال په سپټمبر کې ترسره شي.

دا پړاو د دوه اوونیو لپاره دی، چې د سپټمبر پر ۱۲ پیل کیږي او وروستۍ لوبه به یې د سپتمبر پر ۲۵ وی.

د هېواد کرکت بورد له ۲۰۱۴  کال څخه راپدیخوا د دې لیګ شپږ پړاوونه په بریالیتوب ترسره کړي دی.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د افغانستان کرت بورد او ملي رادیو تلویزیون ترمنځ د شپږیزې کرکت لیګ سیالیو د خپرولو قرارداد لاسلیک شو او ملي رادیو تلویزیون د دې ویاړ تر لاسه کړ، چې د روان کال د سپتمبر له ۱۳مې تر ۲۵مې نېټې د شپږیزې کرکت لیګ د اووم پړاو ټولې سیالۍ په ژوندۍ بڼه خپرې کړي.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د افغانستان کرکت بورد په استازیتوب ښاغلي لطف الله ستانکزي او د ملي رادیو تلویزیون په استازیتوب ښاغلي همت الله نیازمند یاد قرارداد لاسلیک کړ.

د افغانستان کرکت بورد اجرائیوي مشر ستانکزي ویلي: زمونږ لومړیتوب هېوادوالو ته په ښه توګه د لوبو خپرول دي، چې د شپږیزې له لوبو ډېر خوند واخلي.

د ملي رادیو تلویزیون استازي نیازمند څرګنده کړې؛ ملي رادیو تلویزیون هڅه کوي، چې ټولې سیالۍ په ډېره ښه توګه خپرې کړي او د تېر کال په پرتله په کې ډېر غوره بدلونونه رامنځته کړي او ټول هغه معیارونه بشپړ کړو، چې هېوادوال یې راڅخه هیله لري.

د یادولو ده، چې د هېواد عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د ودې د مخنیوي لپاره د دغو لوبو د تر سره کولو لپاره روغتیایي سپارښتنې د ټینګار وړ بولي.

Trending

Exit mobile version