سیمه ییز خبرونه
د شکردرې په ولسوالۍ کې درې سړخونې د میوو د ساتنې په موخه جوړېږی
د كرنې وزارت د كابل د شكردرې په ولسوالۍ كې تر دوو راتلونكو كلونو درې سړخونې د فصلي ميوو د ساتنې په موخه جوړوي. د كرنې وزير وايي، دا سړخونې د دې توان لري، چې ۱۵زره ټنه ميوه په يوه وخت كې وساتي.
افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې په كې فصلي ميوې توليدېږي، خو د خرڅلاو لپاره يي د بازارونو نه شتون عمده ستونزه ده، چې په وروستيو ۱۲ كلونو كې د بڼ والو يوه جدي اندېښنه وه.
په همدې حال كې د كرنې وزير محمد آصف رحیمي د كابل د شكردرې په ولسوالۍ كې د درې سړخونو د بنسټ ډبره كېښوده، څو د بڼوالو ستونزو ته رسيدګي وشي.
دا درې سړخونې، چې د ۱۵ زره ټنه محصولاتو د ځاييدو وړتيا لري، پرې يوولس ميليون ډالره لګښت راځي، چې په باميان، بغلان، دايكندي، وردګو، پنجشير، پروان او كابل ولايتونو كې به ترې كروندګر استفاده وكړي.
بلخوا دا وزارت غواړي، چې د سبو د ساتنې لپاره هم د هېواد په بېلابېلو سيمو كې فارمونه جوړ كړي څو د ژمي په موسم كې ترې استفاده وشي.
وېل كېږي، چې د بازارونو د نه شتون له امله هر كال د افغان كروندګرو د محصولاتو زياته برخه خرابېږي او كه چېرې د سړخونو تر څنګ د دوی محصولاتو ته بازار وموندل شي، نو كروندګر به ګټه وكړي.