1393ټاكنې
د شکرې بارکزۍ په انتصاب باید له سره غور وشي – اجراییه ریاست
د حکومت اجراییه ریاست د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د رییسې انتصاب د نه منلو وړ بولي.
په وروستیو کې د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل رسنیو ته ویلي چې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د ریاست لپاره د ولسي جرګې د یوې غړې شکریه بارکزۍ انتصاب د اجراییه رییس لپاره د منلو وړ نه ده او باید په دې برخه کې بیا کتنه وشي.
په همدې حال کې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون مرستیالصدیق الله توحیدي وایي، دغه کمیسیون د پراخو ټاکنیزو اصلاحاتو توان نه لري، ځکه حکومت یې خپلواکي سلب کړې او یواځې یې مشورتي رول ورکړی دی.
خو د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانشوروستیو اقداماتو او د کمیسیون جوړېدو ته هیله من دی:
“د هغو ګامونو له مخې چې د ټاکنیزو نظام د اصلاح په برخه کې اخستل کیږي، هیله من یو چې په راتلونکي کال کې رڼې، عادلانه او له هر ډول سرغړونې پرته پارلماني ټاکنې ولرو.”
د ملي یووالي په حکومت کې یوه با خبره سرچینه وایي، د ولسمشر او اجراییه رییس تر منځ د نظر د اختلاف د حل لپاره د چهارشنبې له ماښامه خبرې پیل شوي دي.
خبریال: احمد فرشاد صالح