سوداگري

د شیخ ابونصر فراهۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو د توکو ټرانزیټ دوه برابره شوی

د ایراني چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دې زیاتوالي په سیمه‌ییزه سوداګرۍ او ټرانزیټ کې د دغه بندر ارزښت نور هم لوړ کړی دی.

Published

on

 

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د شیخ ابونصر فراهۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو د توکو ټرانزیټ د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله ۱۰۰ سلنه زیات شوی دی.

د ایراني چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دې زیاتوالي په سیمه‌ییزه سوداګرۍ او ټرانزیټ کې د دغه بندر ارزښت نور هم لوړ کړی دی.

د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ایران د جنوبي خراسان ولایت د ګمرکونو عمومي رییس محمد کوه‌ګرد ویلي، چې د شیخ ابونصر فراهۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو ۸۰۵ زره ټنه توکي ټرانزیټ شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو، ۸۵ زره ټنه توکي هم د مبدأ ټرانزیټ د کړنلارې له مخې د ماهیروډ له ګمرک څخه تېر شوي، چې د تېر کال د همدې وخت پر پرتله یې وزن څه باندې ۱۳۰۰ سلنه زیات شوی دی.

کوه‌ګرد زیاته کړې، چې د دې کړنلارې له مخې د افغانستان د سوداګرو د توکو ګمرکي چارې په ماهیروډ ګمرک کې ترسره کېږي او توکي له دې لارې د سوداګرو د خوښې وړ موخو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

دغه ایراني چارواکي ویلي، چې د ماهیروډ او د افغانستان د فراه ترمنځ د لارې څه باندې ۶۵ کیلومټره برخه پاخه شوې ده. د دې لارې بشپړېدل کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو د لېږد وخت او د ټرانسپورټ لګښتونه راکم کړي.

د ایران د بیرجند د سوداګرۍ خونې رییس ویلي، چې افغانستان د جنوبي خراسان ولایت تر ټولو مهم هدف بازار او سوداګریز شریک دی. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د وارداتو آسانتیا او د ګمرکي خنډونو لرې کول کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي.

Trending

Exit mobile version