تازه خبرونه

د طالبانو بریدونه د سولې پروسه زیانمنوي – صدیقي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۷, ۱۳۹۹)

د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي نن سې شنبه ( د لړم ۲۷) یوې خبري ناستې ته ویلي، چې پر امنیتي ځواکونو د طالبانو وروستي بریدونه د سولې بهیر زیانمنوي.

صديقي زیاته کړې، چې طالبانو د تاوترخوالي د کمولو په اړه خپلې ژمنې ندي پوره کړي او تاوتریخوالی یې ډېرکړی دی.

هغه په دې اړه څرګنده کړې، چې طالبانو نه یوازې خپل مسوولیتونه ندي ترسره کړي، بلکې تاوتریخوالی یې ډېر کړی هم دی.

صدیقي ويلي، چې افغانستان اوس هم د القاعده او نورو وسلوالو ډلو تر ګواښ لاندې دی.

هغه وایي: ترهګرې ډلې اوس هم  افغان ځواکونو او نړیوالو ملګرو ته یو ګواښ دی.

صدیقي زیاته کړې؛ افغان ځواکونه غوره وړتیا لري؛ خو د بهرنیو ځواکونو مرستې ته اړتیا په خپل حال پاتې ده.

هغه دا هم په ډاګه کړې، چې ټاکل شوې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان نن له ولسمشر غني سره د سولې، سوداګرۍ او ترانزیت د بهیر په اړه د بحث لپاره کابل ته راشي.

هغه وایي: د افغانستان بهرنۍ تګلاره د سیمې نښلول دي او دا به له عمران خان سره ښه اجندا وي.

د ولسمشر ویاند ویلي، چې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکې د دوه اړخیزو ګټو پربنسټ ولاړې دي.

ټاکل شوې د ژنیو په غونډه کې، چې له یوې اوونۍ لږ وخت ورته پاتې دی؛ افغان مشران ګډون وکړي.

Trending

Exit mobile version