تازه خبرونه
د طالبانو بې پیلوټه الوتکو پر پامیر ۲۱۷ قول اردو بمونه غورزولي
د پامیر ۲۱۷ قول اردو قومندان ویلي، چې الوتکو په قول اردو کې د ننه د فوټبال پر ډګر بمونه وغورزول؛ خو چاته یې زیان ونه رساوه او نږدې نیم ساعت پر قول اردو وګرزېدې.
په تېرو شل کلونو کې افغان – امریکايي سرتېرو د وسلوالو طالبانو د وژلو لپاره له بې پيلوټه الوتکو کار اخیسته؛ خو اوس طالبانو دا ډول وړې الوتکې خپلې کړي او پر افغان ځواکونو بریدونه کوي.
په کندوز کې د پامیر ۲۱۷ قول اردو مسوولینو څرګنده کړې، چې نن سهار( د مرغومي ۲۶) د طالبانو دوه بې پيلوټه الوتکو د قول اردو پر سر نیم ساعت پروازونه وکړل او په قول اردو کې د ننه یې د فوټبال په ډګر کې دوه بمونه وغورځول. په دغه بمبارد کې افغان سرتېرو ته زیان ندی اوښتی.
دغه راز طالبانو په کندوز کې پر افغان سرتېرو ځمکني وسلوال بریدونه هم کړي دي.
د کندوز د سرحوزې په اړوند سیمه کې وسلوالو طالبانو د افغان ځواکونو دولس سرتېري وژلي او پېنځه یې ټپیان کړي او لس یې له ځانه سره لېږدولي دي.
د کندوز د ولایتي شورا مشر محمد یوسف ایوبي ویلي؛ د دې ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې هم د طالبانو په برید کې لس سرتېري وژل شوي او همدومره نور یې ټپیان کړي دي.
د غزني د والي ویاند وحید الله جمعه زاده ویلي طالبانو د غزني د ناکراره ولایت په اندړ ولسوالۍ کې له چاودیدونکیو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړې، چې یو ولسي وګړي یې وژلی او اووه سرتېري پپیان دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، طالبانو د غزني پر پېنځه نورو سیمو هم وسلوال بریدونه کړي دي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي، چې په غزني کې له موټر بم برید وروسته افغان سرتېري او طالبان په نښته کې ښکېل شول، چې د هوايي ځواک پر ملتیا یې طالبان شاتګ ته اړ کړل او اته طالبان ووژل شول.
په وروستیو کې وسلوالو طالبانو د افغان پوځ او پولیسو پر مرکزونو بریدونه ډېر کړي دي.
د پوځ پخوانی لوی درستیز شېرمحمد کریمي ویلي، چې طالبان غواړي له دې سره په دوه یم پړاو خبرو کې امتیاز واخلي.
له بدخشان، تخار او کندهاره هم د جګړو راپورونه تر لاسه شوي، چې په کې افغان سرتېرو او طالبانو ته تلفات اوښتي دي.
