تازه خبرونه
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان به بیا هم نړیواله پېژندنه ونلري – زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوشنبې پر ورځ امریکا غږ ته ویلي، چې که طالبان دا هېواد د زور له لارې ونیسي؛ نړۍ به یې پر رسمیت ونه پېژني او یو ګوښه شوی پاریا دولت به پاتې شي.
خلیلزاد له امریکا غږ سره په خبرو کې څرګنده کړې، چې امریکا د جګړه ځپلیو افغانانو ترمنځ د سیاسي جوړجاړي هڅولو ته ژمنه ده او ټینګار یې څرګند کړی، چې د جګړې یو اړخ به هم پر جګړه بری تر لاسه نکړي.
له خلیلزاد پوښتل شوي: آیا امریکا اخلاقي او سیاسي مسوولیت او ډاډ لري، چې له وتلو وروسته به افغانستان د یوې بلې کورنۍ جګړې پر لوري نه ځي. لکه څنګه، چې په ۱۹۸۹ کې د شوروي اتحاد له وتلو وروسته رامنځته شوه؛ خلیلزاد څرګنده کړې؛ دا هغه ټکی دی، چې مونږ په پام کې نیولی. هغه څه، چې په ۹۰ لسیزه کې پېښ شول؛ باید تکرار نشي. افغانانو زمونږ پر ملاتړ ستر کار ترسره کړ او د وخت شورویان ووتل او بیا مونږ افغانستان پریښود. هغه مهال یوه سخته جګړه وشوه او بیا په ځانګړي توګه د ۲۰۰۱ کال ۹/۱۱ ننګونه ترې رامنځته شوه.
هغه زیاته کړې: ځکه، نو مونږ نه غواړو هغه تېروتنه بیا تکرار کړو. مونږ له طالبانو سره د وتلو بنسټیز تړون لرو؛ خو مونږ له طالبانو سره د خوندي وتلو د ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه په پام کې ونیول.
نوموړي دا هم ویلي، چې د سولې بهیر پیل هم د دې ستراتیژۍ یوه برخه ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د امریکا او طالبانو تړون، چې د تېر ۲۰۲۰ زېږدیز کال د فبرورۍ پر ۲۹ په دوحه کې لاسلیک شو؛ افغانانو ته دا فرصت رامنځته کړ، چې خپلمنځي خبرې پیل کړي. دا یو تاریخي پرمختګ و او یو داسې فورمول ته د رسیدو لپاره یوې هوکړې ته ورسېدو، چې په افغانستان کې د خلکو او نړیوالو له پراخ ملاتړ برخمن شو.
خلیلزاد په پوره ډاډ ویلي: له بده مرغه دواړو لوریو له دې فرصته هومره، چې د افغانستان خلکو او مونږ فکر کاوه ګټه پورته نکړه.
ده ټینګار کړی، چې جګړه پوځي حل نلري؛ باید سیاسي حل او سیاسي هوکړه د تلپاتې سولې لپاره وي.
دغه راز خلیلزاد ویلي، چې افغان حکومت د نوي اسلامي حکومت د مفکورې د منلو یا نه منلو په برخه کې هم له ننګونې یا ستونزې مخ دی او طالبانو زور د دې لپاره کارولی، چې حکومت د دې نوي فارمول یا نوي اسلامي حکومت او نوي اساسي قانون منلو ته اړ کړي.
خلیلزاد وایي؛ د امریکا د څرګندونو له مخې افغان حکومت نشي کولی طالبان له منځه یوسي او طالبان هم نشي کولی افغانستان فتح کړي او داسې حکومت ولري، چې د افغانانو د اکثریت او نړیوالو ملاتړ ورسره وي.
هغه ویلي؛ په داسې حال کې، چې طالبان امریکا ته وايي: دوی پوهیږي، چې پوځي حل نشته، کېدی شي ځینې طالبان فکر وکړي، چې د جګړې پوڅي حل شتون لري.
خلیلزاد ویلي: غوره خبره داده، چې دواړه خواوې پوره ښکېل شي او بیا سیاسي هوکړې ته، چې د خلکو غوښتنه ده غاړه کېدي.
هغه په ګوته کړې؛ تېر تاریخ په ځانګړي توګه په تېرو ۴۵ او ۵۰ کلونو کې ښودلی، چې یوې ډلې پر خلکو د خپلې ارادې تپل غوښتي، چې جګړې ترې رامنځته شوې دي.
خلیلزاد د طالبانو د وروستیو پرمختګونو په اړه ویلي، چې افغان امنیتي ځواکونه د شمېر له پلوه د طالبانو پر پرتله ډېر دي؛ دوی درې سوه زره سرتېري، هوايي او ځانګړي ځواکونه او پوره تجهیزات لري او له سیاسي او نظامي ستراتیژۍ هم برخمن دي. په هرحال حکومتي ځواکونه باید د هغو پر پرتله ډېر ښه وي.
خلیلزاد، چې په تېرو درې کلونو کې یې د ښکېلیو لوریو د واټن په لرې کولو نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کړي؛ امریکا غږ ته ویلي، چې د پرمختګ نشتوالي ډېر اندېښمن کړی دی؛ خو دوی اړ دي، چې د ځاني ګټو پر ځای هېوادنۍ ګټې لوړې وبولي.
د خبرو په پای کې خلیلزاد د پاکستان او طالبانو د اړیکو په اړه په ډاګه کړې، چې پاکستان په دې اړه له ځانګړی مسوولیته برخمن دی؛ د طالبانو ډېري مشران په پاکستان کې دي او هلته میشته شوي. هر څومره ژر، چې کېدی شي پاکستان باید طالبان سولې او سیاسي جوړجاړي ته وهڅوي؛ ځکه، چې دا به په نړیواله کچه هم وڅیړل شي.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
نړۍ5 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
لوبی5 days agoپه جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما

