تازه خبرونه

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان به بیا هم نړیواله پېژندنه ونلري – زلمی خلیلزاد

Published

on

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوشنبې پر ورځ امریکا غږ ته ویلي، چې که طالبان دا هېواد د زور له لارې ونیسي؛ نړۍ به یې پر رسمیت ونه پېژني او یو ګوښه شوی پاریا دولت به پاتې شي.

خلیلزاد له امریکا غږ سره په خبرو کې څرګنده کړې، چې امریکا د جګړه ځپلیو افغانانو ترمنځ د سیاسي جوړجاړي هڅولو ته ژمنه ده او ټینګار یې څرګند کړی، چې د جګړې یو اړخ به هم پر جګړه بری تر لاسه نکړي.

له خلیلزاد پوښتل شوي: آیا امریکا اخلاقي او سیاسي مسوولیت او ډاډ لري، چې له وتلو وروسته به افغانستان د یوې بلې کورنۍ جګړې پر لوري نه ځي. لکه څنګه، چې په ۱۹۸۹ کې د شوروي اتحاد له وتلو وروسته رامنځته شوه؛ خلیلزاد څرګنده کړې؛ دا هغه ټکی دی، چې مونږ په پام کې نیولی. هغه څه، چې په ۹۰  لسیزه کې پېښ شول؛ باید تکرار نشي. افغانانو زمونږ پر ملاتړ ستر کار ترسره کړ او د وخت شورویان ووتل او بیا مونږ افغانستان پریښود. هغه مهال یوه سخته جګړه وشوه او بیا په ځانګړي توګه د ۲۰۰۱ کال ۹/۱۱ ننګونه ترې رامنځته شوه.

هغه زیاته کړې: ځکه، نو مونږ نه غواړو هغه تېروتنه بیا تکرار کړو. مونږ له طالبانو سره د وتلو بنسټیز تړون لرو؛ خو مونږ له طالبانو سره د خوندي وتلو د ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه  په پام کې ونیول.

نوموړي دا هم ویلي، چې د سولې بهیر پیل هم د دې ستراتیژۍ یوه برخه ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د امریکا او طالبانو تړون، چې د تېر ۲۰۲۰ زېږدیز کال د فبرورۍ پر ۲۹ په دوحه کې لاسلیک شو؛ افغانانو ته دا فرصت رامنځته کړ، چې خپلمنځي خبرې پیل کړي. دا یو تاریخي پرمختګ و او ​​یو داسې فورمول ته د رسیدو لپاره یوې هوکړې ته ورسېدو، چې په افغانستان کې د خلکو او نړیوالو له پراخ ملاتړ برخمن شو.

خلیلزاد په پوره ډاډ ویلي: له بده مرغه دواړو لوریو له دې فرصته هومره، چې د افغانستان خلکو او مونږ فکر کاوه ګټه پورته نکړه.

ده ټینګار کړی، چې جګړه پوځي حل نلري؛ باید سیاسي حل او سیاسي هوکړه د تلپاتې سولې لپاره وي.

دغه راز خلیلزاد ویلي، چې افغان حکومت د نوي اسلامي حکومت د مفکورې د منلو یا نه منلو په برخه کې هم له ننګونې یا ستونزې مخ دی او طالبانو زور د دې لپاره کارولی، چې حکومت د دې نوي فارمول یا نوي اسلامي حکومت او نوي اساسي قانون منلو ته اړ کړي.

خلیلزاد وایي؛ د امریکا د څرګندونو له مخې افغان حکومت نشي کولی طالبان له منځه یوسي  او طالبان هم نشي کولی افغانستان فتح کړي او داسې حکومت ولري، چې د افغانانو د اکثریت او نړیوالو ملاتړ ورسره وي.

هغه ویلي؛ په داسې حال کې، چې طالبان امریکا ته وايي: دوی پوهیږي، چې پوځي حل نشته، کېدی شي ځینې طالبان فکر وکړي، چې د جګړې پوڅي حل شتون لري.

خلیلزاد ویلي: غوره خبره داده، چې دواړه خواوې پوره ښکېل شي او بیا سیاسي هوکړې ته، چې د خلکو غوښتنه ده غاړه کېدي.

هغه په ​​ګوته کړې؛ تېر تاریخ  په ځانګړي توګه په تېرو ۴۵ او ۵۰ کلونو کې ښودلی، چې یوې ډلې پر خلکو د خپلې ارادې تپل غوښتي، چې جګړې ترې رامنځته شوې دي.

خلیلزاد د طالبانو د وروستیو پرمختګونو په اړه ویلي، چې افغان امنیتي ځواکونه د شمېر له پلوه د طالبانو پر پرتله ډېر دي؛ دوی درې سوه زره سرتېري، هوايي او ځانګړي ځواکونه او پوره تجهیزات لري او له سیاسي او نظامي ستراتیژۍ هم برخمن دي. په هرحال حکومتي ځواکونه باید د هغو پر پرتله ډېر ښه وي.

خلیلزاد، چې په تېرو درې کلونو کې یې د ښکېلیو لوریو د واټن په لرې کولو نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کړي؛ امریکا غږ ته ویلي، چې د پرمختګ نشتوالي ډېر اندېښمن کړی دی؛ خو دوی اړ دي، چې د ځاني ګټو پر ځای هېوادنۍ ګټې لوړې وبولي.

د خبرو په پای کې خلیلزاد د پاکستان او طالبانو د اړیکو په اړه په ډاګه کړې، چې پاکستان په دې اړه له ځانګړی مسوولیته برخمن دی؛ د طالبانو ډېري مشران په پاکستان کې دي او هلته میشته شوي. هر څومره ژر، چې کېدی شي پاکستان باید طالبان سولې او سیاسي جوړجاړي ته وهڅوي؛ ځکه، چې دا به په نړیواله کچه هم وڅیړل شي.

Trending

Exit mobile version