تازه خبرونه

د طالبانو جګړه منظمه استخباراتي دستګاه رهبري کوي – وحید عمر

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۹, ۱۴۰۰)

د ولسمشرې د عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو مشر وحید عمر امریکا ته له سفر وروسته په کابل کې یوې خبري ناستې د روانې جګړې په اړه ویلي؛ طالبانو جګړه پراخه کړې، چې نیابتي جګړه یې د یوې منظمې استخباراتي ادارې لخوا پر مخ وړل کیږي.

وحید عمر ویلي، چې پاکستانيو چارواکو خپله منلې، چې طالبان په پاکستان کې دي او دا خبره اوس نړۍ په ځانګړې توګه امریکا ته روښانه شوې او له پاکستان غواړي، چې خپل سیاست بدل کړي.

د جمهوري ریاست د عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو مشر وحید عمر ویلي: طالبان د یوې منظمې استخباراتي دستګاه لخوا جنګ کوي او تمویلیږي، د ټپیانو درملنه یې هم کیږي؛ امریک ته دا هر څه ښکاره او روښانه دي او مونږ په عمل کې د پاکستان رښتینې ژمنې نه وینو.                  

دی ولسي پاڅونونو ته هم نغوته او اشاره کې وایي؛ دې پاڅونونو وښوده، چې څوک نشي کولی پر زور پر خلکو خپله اراده ومني.

وحید عمر وایي: ولسي پاڅونکوونکي د نظام په چوکاټ کې تنظیمیږي؛ له امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي او طالبانو ته ښکاره پیغام لري.که طالبان دې پایلې ته ورسیږي، چې د سولې او سیاست له لارې خپلې هڅې په ډاګه کړي؛ درېیمګړي هېواد ته اړتیا نشته او مونږ افغانان به پخپله همغږۍ ته ورسیږو. 

دا مهال د هېواد په زیاترو سیمو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده، په دې جګړه کې تر دمګړۍ طالبانو لسګونه ولسوالۍ نیولي؛ خو ځینې ولسوالۍ بېرته له دې ډلې دولتي ځواکونو پاکې کړي دي.

دا جګړه له هغې وروسته چټکه شوه، چې د امریکا ولسمشر څو میاشتې مخکې د امریکایي او نړیوالو ځواکونو د ویستو پرېکړه د سپتمبر تر ۱۱ وځنډوله.

Trending

Exit mobile version