سیمه ییز خبرونه
د طالبانو دوهم جګپوړى مشر ملا عبدالغني برادر د پاكستان له زندانه خوشې كړاى شوى دى
پاكستاني چارواكي وايي، چې د طالبانو د تحريك مرستيال ملا عبدالغني برادر يې له بنده خوشې كړى دى. ملا عبدالغني برادر په دوه زره لسم كال كې په كراچۍ كې نيول شوى و.
د وسله والو طالبانو دوهم جګپوړى مشر ملا عبدالغني برادر، چې د طالبانو د تحريك مرستيال بلل كېږي، د پاكستان له زندانه خوشې كړاى شوى دى.
پاكستاني چارواكي د ملا عبدالغني برادر د خوشي كولو پخلى كوي خو دا، چې هغه چېري اوسېږي په دې اړوند معلومات نه وركوي.
د پاكستان د كورنيو چارو وزارت وياند عمر حميد ويلي، چې دوى ملا برادر خوشې كړى دى.
افغان چارواكي وايي، چې ملا عبدالغني برادر پر پاكستان د افغان حكومت د فشارونو په پايله كې په دې نيت خوشې شوى، چې د سولې له پروسې سره همكاري وكړي.
ولسمشر حامد كرزي وايي:
اوس ملا عبدالغني برادر ته په كار ده، چې د يوه افغان طالب په توګه هېواد ته راستون شي.
د سولې د عالي شورا د نړيوالو اړيكو مسئول محمد اسمعیل قاسمیار وايي:
ملا عبدالغني برادر ناروغ دى او ښايي د درملنې لپاره له پاكستانه بهر ولاړ شي.
تر دې دمخه د پاكستان له زندانونو له دېرشو زيات طالب چارواكي خوشې شوي دي، خو د هغوى خوشې كېدو د سولې له پروسې سره كومه مرسته نده كړې.
كه څه هم افغان ولسمشر حامد كرزى هېواد ته د ملا عبدالغني برادر د راګرځېدو غوښتنه كوي، خو تر اوسه دا نده معلومه، چې ملا برادر به د اوسېدو لپاره كوم ځاى غوره كړي.
په خبرونو كې وېل كېږي، چې ملا عبدالغني برادر كولى شي، چې تركيې او سعودي عربستان ته ولاړ شي.