تازه خبرونه

د طالبانو د امارت څوکۍ په پاکستان کې وېشل کیږي- منصور دادالله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

طالب قوماندان ملا منصور دادالله وايي، چې د طالبانو د امارت څوکۍ په پاکستان کې وېشل کیږي او ددغه هېواد استخباراتي ادارې ترې د ملي گټو خلاف غوښتنې کوي.

ملا منصور دادالله دغه څرگندونې په هغه ويديويي پيغام کې کړې، چې د ده د ډلې له خوا تازه په ټولنيزو شبکو کې خپور شوى دى.

د طالبانو د پخواني قوماندان ملا دادالله ورور ملا منصور دادالله په خپلو خبرو کې ويلي، چې   له پخواني مشر ملا عمر سره داړيکو تر پریکون وروسته يو شمېر مغرض، فاسد او فاجر کسان راپيدا شوي او د نوي اميرالمومنين په نامه يې د خلکو په سترگو کې خاورې شيندلې.

هغه زياتوي، چې استخباراتي شبکو د حق د علماوو د غږ پورته کولو مخه ونيوله او پر دوى يې ځينې مفسد کسان مسلط کړي ډي.

ملا منصور دادالله له ټولو طالبانو غوښتي، چې د استخباراتي کړيو په مقابل کې د دوى له صف سره يو ځاى شي.

دغه خبرې له هغې وروسته راپورته شوې، چې دې ډلې تر دې دمه د ملا اختر محمد منصور له پلویانو سره په زابل کې درې مخامخ نښتې کړي، چې مرگ و ژوبله یې هم رامنځته کړې ده.

Trending

Exit mobile version