تازه خبرونه
د طالبانو د بریدونو له زیاتیدو سره سره باید د سولې خبرې ونه دریږي – عبدالله
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله رویټرز ته ویلي، چې په دوحه کې د سولې خبرې باید د طالبانو د بریدونو له زیاتېدو سره سره ونه دریږي.
عبدالله عبدالله د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره له کتنې وروسته څرګنده کړې؛ په دوحه کې د خپلمنځي خبرو اترو مخنیوی باید ونشي؛ خو که طالبان یې وغواړي.
عبدالله عبدالله رویټرز ته په خبرو کې ویلي: زه فکر کوم، چې مونږ باید د سولې خبرې تر هغې بندې نکړو، چې دوی یې پخپله دروازې وتړي.
نوموړي زیاته کړې: که څه هم د جګړې په ډګر کې پرمختګ شوی، خو مونږ نشو کولی د خبرو اترو دروازه وتړو.
هغه زیاته کړې، چې د سولې خبرو په پیل کې د سولې موافقې ته ډېر ډاډمن و.
عبدالله ویلي؛ تاوتریخوالی د حل لاره نده او باید سیاسي حل لار پیدا شي.
تېره ورځ ولسمشر غني او عبدالله په دې اړه په واشنګټن کې د دغه هېواد د ولسمشر په ګډون له پوځي او ملکي چارواکو سره وکتل.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېر می میاشتې راپدیخوا د هېواد د ولسوالیو پر مرکزونو د طالبانو بریدونه ډېر شوي او د څه نا څه ۵۰ ولسوالیو مرکزونه یې نیولي دي.