تازه خبرونه

د طالبانو د ماتولو له پاره په سلګونو امريکايي نظاميان هلمند ته ځي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

امریکا په پام کې لري چې هلمند ته له وسله والو طالبانو سره د جګړې له پاره یو کنډک سرتېري ولېږي.

 ګارډین برېتانوي ورځپاڼې لیکلي چې د امریکايي سرتېرو اته سوه کسیز کنډک به د افغان سرتېرو د ملاتړ له پاره د شلو ورځو په د ننه کې هلمند ته ورسېږي او په هغو سیمو کې به ځای په ځای شي چې تر دې مخکې هلته برېتانوي او امریکايي سرتېري له وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت وو. د کورنیو چارو وزارت مسولین وايي د وسله والو طالبانو په ځپلو کې به له افغان سرتېرو سره د امریکايي سرتیرو ملاتړ رغنده رول ولوبوي.

په دې وروستیو کې یو ځل بیا په هلمند کې د جګړې اورتازه شوی دی. برېتانوي ګارډین ورځپاڼې لیکلي چې د روانې میاشتې په وروستیو کې به سلګونه امریکايي سرتېري د افغان سرتېرو د ملاتړو له پاره هلمند ته ورسېږي. که څه هم امریکايي چارواکي د دغه سرتېرو د شمېر په اړوند څه نه دي ویلي خو ټينګار یې کړی چې دا سرتېري به له وسله والو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې نه وي ښکېل، خو ګارډين ویلي چې دا سرتېري د وسله والو د ځپلو له پاره ځي.

د کورنیو چارو وزارت هلمند ته د امریکايي سرتېرو بیا ستنطدل مهم ګڼي او وايي چې د افغان ځواکونو جګړه يیز ماموریت به ورسره غښتلی شي.

د کورني، چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي: “د امريکايي سرتېرو ملاتړ او همکاري ډېره ارزښت لرونکې ده چې دا زموږ د جنګي ځواک د لوړتيا او پياوړتیا لامل کېږي.”

په همدې وخت کې رپوټونه د طالبانو په لاس د سنګین ولسوالۍ د سقوط اندېښنې په ډاګه کوي. د هملند ولایت مسولین هم وايي که دغه امریکايي سرتېري ور ورسېږي، نو په دغه ولایت کې به د طالبانو مرکزیت سره وپاشل شي.

د هلمند د ولایتي شورا ريیس کریم اتل وايي:  “که بهرنیان هلمند ته راشي، مثبته اغېزه لري او بايد چې له افغان ځواکونو سره په هوايي ځواک کې مرسته وکړي.”

پوځي کاپورهان وايي چې په هلمند ولایت کې روانه جګړه لهنشه يي توکو سره تړاو لري او هلته د سلګونو امریکايي سرتېرو ماموریت به هغه وخت ګټور وي چې په وسله والو طالبانو هوايي بریدونه زیات کړي.

د نظامي چارو کارپوه میرزا محمد وايي: “دا ماموریت به هغه ګټور وي چې هغوی افغان ځواکونه د کشف او هوايي بمبار به برخه کې پیاوړي کړي.”

هلمند د افغانستان هغه ولایت دی چې زیاتره د کوکنارو کروندې په کې کرل کېږي. ګارډین لیکلي چې د هلمند له څوارلسو ولسوالیو څخه د مرکز د لښکرګاه په ګډون درې ولسوالۍ له دولت سره دي، خو افغان چارواکي دا ډول رپوټونه نه مني.

Trending

Exit mobile version