تازه خبرونه

د طالبانو رسمیت پېژندلو ته ډېر واټن پاتې دی – جوبایډن

Published

on

د رویټرز د راپور له مخې؛ د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، چې د طالبانو پر مشرۍ د حکومت رسمیت پېژندلو ته ډېر واټن پاتې دی.

بایډن دا مسله پرون (دوشنبه د وږي ۱۵) په سپینه ماڼۍ کې د رخصتۍ له راستنېدو وروسته راپورته کړې ده.

هغه څرګنده کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به طالبان د افغانستان د حکومت د مشرانو په توګه ونه پېژني او دا یوه اوږده لار ده.

بایډن د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې ویلي: نه! تر اوسه دې کار ته اوږد واټن پاتې دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې: خبریالانو له بایډن څخه د هغو افغانانو د برخلیک په اړه هم وپوښتل، چې له افغانستان څخه تښتیدلي او په درېیم هېواد کې بند پاتې دي؛ خو رویټرز په ډاګه کړې، بایډن پر دې پوښتنې غوږونه کاڼه کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ څلور امریکایي وګړي په خوندي توګه له ځمکنیو لارو  له افغانستان وتلي دي.

Trending

Exit mobile version