تازه خبرونه

د طالبانو سیاسي دفتر په چین یا اسلام آباد کې د کیدونکیو خبرو په اړه معلومات نه لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

طالبانو ویلي؛ د دغې ډلې سیاسي دفتر د سولې د خبرو له بهیر څخه، چې په چین یا اسلام آباد کې تر سره کیږي، معلومات نه لري.

د دغې ډلې له خوا رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې راغلي؛ په وروستیو کې داسې رپوتونه خپاره شول، چې د کابل د ادارې او اسلامي امارت تر منځ په چین یا پاکستان کې د سولې خبرې ژر کیدونکې دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې اسلامي امارت په دې تړاو ټول واک خپل سیاسي دفتر ته سپارلی او هغوی په دې موضوع نه دي خبر.

طالبان په داسې حال کې په دې اړه بې خبري ښیي، چې ویل کیږي د سولې دوه یم پړاو خبرې به سبا په پاکستان کې تر سره شي.

د طالبانو مشر ملا عمر په پيغام کې، چې د کمکي اختر په مناسبت خپور شوی؛ راغلي، چې سیاسي هدف ته د رسیدو لپاره خبرې اترې مشروع دي او هیڅ ممانعت نشته.

په دې اعلامیه کې د طالبانو د مشر ملا عمر د مړینې په اړه هیڅ نه دي ویل شوي.

Trending

Exit mobile version