تازه خبرونه
د طالبانو مشران د ملا منصور پر مشرۍ هیڅ اعتراض نلري
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د طالبانو د نوي مشرد سیاسي چارو سلاکار عبدلحی مطمین يوې بهرنۍ رسنۍ ته په خبرو کې ویلي، چې د طالبانو مشران د ملا منصور په مشرۍ هیڅ اعتراض نلري.
مطمین وايي، چې ملا منصور له ډېرو کلونو راهیسي د طالبانو چارې سمبالوي او د ملا عمر مرستیال هم و.
هغه زیاتوي، د طالبانو د شورا زیاتره غړیو د ملا منصور ملاتړ کړی؛ ځکه له ټولو غوره کاندید و.د ملا منصور له ټاکنی وروسته ځینو طالب چارواکو اعتراض وکړ؛ لومړی په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر طیب آغا استعفی ورکړه.
مطمین د افغانستان له حکومت سره په نږدې راتلونکي کې د سولې د خبرو اترو امکان هم رد کړ.
هغه وویل،ملا منصور په لومړنۍ وینا کې د افغانستان له حکومت سره د خبرو اترو امکان رد کړی او ویلي یې دي، چې طالبان به د بهرنیانو او افغان حکومت په خلاف وسلوالې جگړې روانې وساتي.