سیمه ییز خبرونه
د طالبانو يو شمېر مشران د سولې له بهير سره يو ځاى كېدو ته تيار دي
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په پاكستان كې د افغان طالبانو يو شمېر مشران د افغانستان د اساسي قانون منلو او د سولې له بهير سره يو ځاى كېدو ته تيار دي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي:
په پاكستان كې د افغان طالبانو ځينې رهبران په افغانستان كې په روان تاوتريخوالي او ورانۍ ناخوښ دي.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند په وېنا دغه رهبران تيار دي، چې د افغانستان اساسي قانون ومني او سولې ته غاړه كېږدي.
كابل تل ټينګار كوي، چې پاكستان د افغانستان د سولې د بهير په باب روښانه او صادقانه دريځ ونيسي، خو وېل كېږي، چې د افغانستان د سولې په اړوند د پاكستان دريځ وخت په وخت بدلېږي.
دې كار افغان چارواكي ناهيلي كړي دي.
جانان موسى زى همدارنګه وايي، چې له ډهلي سره د اړيكو د پرېكولو، له پاكستان سره د ستراتيژيك تړون د لاسليكولو او دغه هېواد ته د روزنې لپاره د افغان سرتېرو د لېږلو په اړوند له افغانستان څخه د پاكستان غوښتنې افغان دولت ته د منلو نه دي.
د هغه په وېنا افغانستان به هېڅ وخت د كوم هېواد په غوښتنه له دريم هېواد سره اړيكې پرې نه كړي.