تازه خبرونه
د طالبانو پر وړاندې د افغانستان په شمال کې عملیات پیل کیږي – حمدالله محب
(Last Updated On: چنګاښ ۱۴, ۱۴۰۰)
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب نن د دوشنبې پر ورځ د چنګاښ ۱۴ د روسیې رسنیو ته ویلي، چې افغان حکومت د هېواد په شمالي ولایتونو کې د وسلوالو مخالفانو پر وړاندې بریدونه پیلوي.
هغه د روسیې دولتي رسنیو ته څرګنده کړې؛ امنیتي ځواکونو د داسې بریدونو تمه نه درلوده، خو اړینه ده، چې دوی به یې ځواب ووایي.
حمدالله محب اوړمه ورځ روسیې ته تلی، چې له روسي چارواکو سره د افغانستان او سیمې د امنیتي او سیاسي حالاتو په اړه خبرې وکړي.
ټاس خبري آژانس په ډاګه کړې؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په مزارشریف کې د روسیې قونسلګري د امنیتی اندېښنو له کبله وتړل شوه.
له دې مخکې په بلخ ولایت کې ترکیې، ایران او پاکستان خپلې قونسلګري تړلې دي.