تازه خبرونه
د طالبانو پر وړاندې ولسي پاڅونونه د اندېښنې وړ دي – زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د افغانستان خلک د پخواني شوروي له ماتې وروسته د ملیشو جوړولو ترخه تجربه لري او دا اقدام د سولې خبرې هم له بندښت سره مخامخوي.
دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر جهادي مشران او سیاستوال لګیا دي د طالبانو پر ضد خلک وسلوالې جګړې ته هڅوي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی جګړې ته لمن وهل د سولې خبرو ته زیان اړونکې ګڼي او له پي بي اس تلویزیوني شبکې سره یې په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان خلک د پخواني شوروي لښکرو له وتو وروسته د ملیشو له جوړولو ترخه تجربه لري.
دا جګپوړی امریکایي ډیپلوماټ پر طالبانو هم له دې کبله نیوکه کوي، چې د افغانستان او امریکا د ولسونو د تمې خلاف یې تاوتریخوالی ډېر کړی.
زلمی خلیلزاد وایي: په داسې حال کې، چې حکومت او طالبان د سولې خبرو ته داخلیږي؛ ملیشه جوړونه به په افغانستان کې حالات نور هم ترینګلي کړي. ملیشه جوړول به د سولې خبرې له بندون سره مخ کړي. خلک له دا ډول ملیشه جوړولو ترخه تجربه لري.
نوموړی د خپلې مرکې په یوه بله برخه کې ټینګار کوي؛ واشنګټن د افغانستان حالات څېړي او غواړي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته د اړتیا په صورت کې ترهګر پر نښه کړي.
نوموړي زیاته کړې: مونږ د حالاتو د څېړنې په حال کې یو، چې د اړتیا په صورت کې او که ګواښونه ډېر شي؛ نو بیا به د افغانستان په خاوره کې ټولې ترهګریزې موخې پر نښه کړو.
د افغانستان په ګاونډ کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي؛ امریکا اوس پدې پوهیږي، چې له پوځي لارې یې د حل لارې په موندنه کې تېروتنه کړې. په داسې حال کې، چې پاکستان په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي پر پراختیا تورن دی.
عمران خان زیاته کړې، په افغانستان کې د نورو هېوادونو لاسوهنو جګړه ډېره کړې ده.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان څرګنده کړې: پر افغانستان برید آسان دی؛ خو په دې هېواد کې پاتې کېدل سخت دي. د نورو هېوادونو لاسوهنې سبب شوې، چې جګړه دوام وکړي او د افغانستان له خلکو یې قرباني اخیستې ده.
دا مهال په دوحه کې د سولې خبرې درېدلي، که څه هم کابل ویلي، چې قطر او ملګري ملتونه د خبرو د له سره پیلېدو لپاره منځګړیتوب کوي؛ خو تر اوسه په دې برخه کې هڅو پایله نده ورکړې.
د یادونې ده، چې په بلخ ولایت کې د جمعیت اسلامي د یوې څانګې مشر عطامحمد نور د یوې پوځي شورا مشرتابه ته غوره شوی دی. نوموړي ټینګار کړی، چې ولسي پاڅونکوونکي به د امنیتي ځواکونو تر څنګ نه یوازې د مزار شریف ساتنه کوي، بلکې له لاسه وتلې ولسوالۍ به هم بېرته نیسي.
