تازه خبرونه

د طالبانو په بریدونو کې ۱۳۴ عام وګړي وژل شوي – کورنیو چارو وزارت

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۵, ۱۳۹۹)

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین نن (یکشنبه د لړم ۲۵) په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې په تېرو ۲۵ ورځو کې  لږ تر لږه  ۱۳۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۸۹ نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې؛ طالبانو د هدفي وژنو لپاره ۱۰۰ کسان ګومارلي وه، چې ۵۰ ترې نیول شوي دي.

طارق آرین زیاته کړې، چې د کندهار په وروستي جنګ کې  د طالبانو په ګډون ۱۱۰۰ پاکستانیانو ګډون کړی و، چې په کې ۱۵۲ پاکستانیان له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ په کندهار کې د نښتو پر مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی هم وژل شوی؛ خو په اړه یې جزئیات وړاندې نکړل.

هغه دغه راز ویلي؛  چې ۵۶۰ خوشې شوي بندیان بېرته د جګړې ډګرونو ته ستانه شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه رسنیو ته په دې اړه څه ندي ویلي.

آرین د پوهنتونونو او روزنیزو مرکزونو د امنیت په اړه ویلي، چې د عامه امن و نظم پولیس د دغو مرکزونو په همکارۍ د امنیت خوندي کولو ته چمتو دي.

Trending

Exit mobile version