تازه خبرونه

د طالبانو په برید کې د بدخشان ولایت اته پولیس وژل شوي

Published

on

د بدخشان سیمه ییزو چارواکي منلې، چې د دوشنبې پر شپه (د وري ۳۰) د طالبانو په ډله ییز برید کې اته پولیس وژل شوي دي.

د بدخشان د ولایتي شورا غړي عبدالله ناجي نظري ویلي، چې دغه پولیس د دې ولایت په زیباک ولسوالۍ کې له وسلوالو طالبانو سره له نښتې وژل شوي دي.

د نظري د څرګندونو له مخي؛ طالبانو د پولیسو مرکز ته اور اچولی او ټولې وسلې او مهمات یې له ځان سره وړي دي.

د بدخشان پولیس پېښه تائیدوي؛ خو د تلفاتو په اړه جزئیات نلري.

طالبانو پدې اړه څه ندي ویلي.

طالبانو تر دې دمه د پسرلني عملیاتو اعلان ندی کړی؛ خو کارپوهانو ويلي، چې طالبانو له اعلان پرته عملیات پیل کړې دي.

په بغلان ولایت کې د دوشنبې پر ورځ طالبانو دوه پولیس وژلي وه او شپږ نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version