تازه خبرونه

د طالبانو په برید کې د کاپیسا ولایت یو امنیتی چارواکی وژل شوی

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۳, ۱۳۹۹)

د کاپیسا پولیسو ویاند شایق شورش آریانا نیوز ته ویلي، چې نن سهار شاوخوا ۹ بجې د پروان ولایت د صیادان په کلي کې د دې ولایت د امنیه قومندانۍ د قرارګاه د تولي د بلوک قومندان سلیمان د طالبانو لخوا وژل شوی دی.

دغه راز شورش زیاته کړې، چې په یوه بله پیښه کې د ملکي وګړیو او امنیتي ځواکونو په ګډون اووه کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په شاکر کلي کې تېره شپه شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې افغان او طالب ځواکونه سر ښکېل شول.

شورش وایي، چې په دې نښته د اردو دوه سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي دی.

هغه زیاتوي، چې د نښتو پرمهال د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې طالبانو ته هم ځاني زیانونه اوښتي؛ خو په اړه یې پوره معلومات تر دې دمه تر لاسه شوی ندي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version