تازه خبرونه
د طالبانو په وړاندې مو جگړه ییزه تگلاره نوي شوې – صدیقي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د طالبانو په وړاندې د دوی جگړه ییزه تگلاره نوي شوې ده.
د افغان امینتي بنسټونو په وینا؛ نوی ۱۳۹۴ل کال د دوی د جگړې د ابتکار کال دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، چې د وسلوالو مخالفینو پر مزکزونو د بریدونو او یرغلونو تیاری نیول شوی دی.
نوموړی زیاتوي، په را روان فصل کې به د جگړې ابتکار د افغان ځواکونو په لاس کې وي.
ښاغلي صدیقي څرگنده کړه، چې دم گړۍ افغان ځواکونو د هېواد په سویل لویدیځو ولایتونو کې د وسلوالو مخالفینو پر ضد د ذوالفقار عملیات پیل کړي دي.
د نوموړي په وینا؛ په دغو عملیاتو کې تر اوسه ۴۰۰ وسلوال مخالفین وژل شوي او یو دېرش ټپیان دي.
کابو دوه میاشتې کیږي، چې نړیوالو سرتېرو افغان سرتېرو ته د جگړې تود ډگر ور پرېښی دی او افغان ځواکونه په یوازې سر د وسلوالو مخالفینو په وړاندې جنگیږي.
خبریال: نصرت پارسا.