تازه خبرونه

د طالبانو پوځي قوماندان قاري لطف الله ونیول شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كورنيو چارو وزارت د باميان ولايت لپاره د طالبانو يوه پوځي قومندان نيولی دى. د كورنيو چارو وزارت وياند وايي، چې قاري لطف الله له خپلو درې ملګرو سره كابل كې نيول شوى.

د باميان لپاره د طالبانو پوځي قومندان ملا لطف الله له خپلو درې ملګرو هر يو ملا زينت، ملا عبدالبصير او يوه بل همكار سره كابل كې ونيول شول.

د كورنيو چارو وزارت وياند صدیق صدیقي وايي:

دې كسانو په باميان كې په توغنديزو بريدونو، د ښونځيو، ټانكرونو په سوځولو د ګواښونو او شپې پاڼو په خپرولو كې لاس درلود.

په همدې حال كې د كورنيو چارو وزارت زیاتوي، چې د يكشنبې له ورځې ( د غویي ۱۴ ) به نور تورو ښيښو لرونكو او بې اسنادو موټرو ته په ښار كې د تګ راتګ اجازه ورنكړل شي.

صدیقي همدارنګه وايي، دولتي جګپوړي چارواكي بايد دې امر ته پاملرنه وكړي او د پلټنو او څېړنو پر مهال له پوليسو سره ښكېل نه شي.

وړاندې له دې د كورنيو چارو وزارت هم تل د تورو ښيښه لرونكو او بې اسنادو موټرو پر ګرځېدو را ګرځېدو بنديزونه لګېدلي وو، خو دې مسئلې تر اوسه ظاهراً كومه نتيجه نه ده وركړې.

Trending

Exit mobile version