تازه خبرونه
د طالبانو کورنۍ په اسلام آباد کې اوسیږي ـ شیخ رشید احمد
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد د یکشنبې پر ورځ له جیو نیوز سره په مرکه ویلي؛ د افغان طالبانو کورنۍ د اسلام آباد په شاوخوا سیمو کې میشتې دي او درملنه یې هم د سیمه ییزو روغتونونو لخوا تر سره کیږي.
شیخ رشید احمد ویلي: د طالبانو کورنۍ دلته پاکستان د اسلام آباد په راواټ، لیوبر، بهاره کهو او ټرنول په اړوند سیمو کې ژوند کوي. کله کله خپل مړي هم تر دې ځایه رارسوي او همدلته تر درملنې لاندې هم نیول کیږي.
دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خبریالانو ته ویلي: که د افغانستان امنیتي وضعیت خراب شي او کورنۍ جګړې ته واوړي؛ نو دا به نه یوازې افغانان زیانمن کړي، بلکې د ترهګرۍ پروړاندې به د پاکستان لاسته راوړنې بې اغېزې او د کډوالۍ بهیر هم ګړندی کړي.
د قریشي د څرګندونو له مخې؛ مونږ اوس د شاوخوا درې میلیون افغان کډوالو کوربتوب او څارنه کوو او مونږ په داسې اقتصادي وضعیت کې نه یو، چې دې بار ته اوږه ورکړو.
له دې مخکې افغان چارواکو ویلي وه، چې طالبان د پاکستان له خاورې څخه د افغانستان پر وړاندې بریدونه کوي؛ کورنۍ او پټنځي یې هم هلته دي، خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.
