تازه خبرونه

د طالبانو کړنو د ټولو امریکایي سرتېرو وتل پیچلي کړي – د امریکا لوی درستیز

Published

on

د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر فرانک مک کینزي د دوشنبه پر ورځ ( د سلواغې ۲۰) ویلي، چې د طالبانو کړنو په می میاشت کې د ټولو امریکایي سرتېرو ایستل پېچلي کړي دي.

مک کینزي د منځني ختیځ انسټیټیوټ یوې انلاین غونډې ته په وینا کې ویلي: طالبان دې په خپلو کړنو کې بدلون رامنځه کړي، چې د می په میاشت کې ټولو بهرنیو ځواکونو ته د وتلو زمینه برابره شي.

هغه په دې اړه ویلي، چې د طالبانو هڅو او کړنو اندېښمن کړی یم.

هغه زیاته کړې: طالبانو پر نړیوالو ځواکونو بریدونه درولي؛ خو پر افغان ځواکونو یې بریدونه ډېر کړي دي او همدې موضوع  د سرتېرو وتل ستونزمن کړي دي.

فرانک مک کینزي څرګنده کړې؛ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو وتل او پاتې کېدل به تر بیا کتنې لاندې ونیول شي.

مک کینزي د خپلو خبرو په بهیر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوي تړون په اړه د دریځ څرګندولو په اړه ډېر پام کړی دی.

ماکینزي ویلي: ما په دې اړه د سلا مشورې فرصت درلود. دوی دا یوه مهمه مسله ګرزولې ده. مونږ به په نږدې راتلونکي کې د حل لار ومومو.

پنټاګون په دې اړه، چې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې به پر څه خبرې کیږي څه ندي ویلي؛ خو وايي، چې سلا مشورې پرې شوې دي.

طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي؛ خو مخکې یې څرګنده کړې، چې که امریکا د دوحې تړون پلی نکړي؛ دوی به ورسره پر جګړې ټینګار وکړي.

دا موضوع له هغې وروسته له راپورته شوې، چې د چارشنبې پر ورځ کانګرس ته د افغانستان د مطالعاتو یوې ډلې راپور وړاند شو، چې په دې هېواد کې یې د امریکایي ځواکونو پر پاتې کیدو؛ ځکه ټینګار کړی، چې د کورنۍ جګړې مخه پرې ونیول شي.

Trending

Exit mobile version