تازه خبرونه

د طالبان پر خبرو نه عمل قضاوت کوو – بوریس جانسون

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۸, ۱۴۰۰)

د بریټانیا لومړي وزیربوریس جانسون د افغانستان په اړه د پارلمان یوې ځانګړې ناستې ته ویلي، لندن د دې هېواد د وګړیو د حقونو د ساتنې لپاره له هرې وسیلې او امکانه ګټه پورته کوي.

د بریتانیا لومړی وزیر ويلي، چې په اوسنیو شرایطو کې د طالبانو پر وړاندې پوځي تګلاره خپلول به تېروتنه وي.

ده دا هم ویلي؛ باید وکتل شي، چې طالبان له خلکو سره څه ډول چلند کوي.

د بریټانیا لومړي وزیر بوریس جانسون ویلي: له دوه زره څوارلسم کال راپدیخوا په افغانستان کې پر پوځي حل ټینګار تېروتنه وه. که د طالبانو په خلاف لسګونه زره سرتېري ودروو بیا به هم تېروتنه وي. دا چې طالبان له خلکو سره څه ډول چلند کوي باید په تمه پاتې شو.

جانس ويلي، چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په خطر کې لویدو هم وېرولی دی.

بوریس جانسون وایي: په روان کال کې ۳.۶ میلیون نجونې ښوونځي ته تللي او په پارلمان کې هم څلورمه برخه ښځې دي. مونږ باید صادق وو؛ ځکه، چې هر ځل له ستونزو سره مخ شوي یو او ځينې پرمختګونه هم له منځه تلونکي دي.

نوموړی وايي، چې په اوسنیو شرایطو کې د طالبانو پوځي زور ازمویل تېروتنه ده.

بوریس جانس څرګندوي: د پارلمان بیړنۍ غونډې ته ویلي، چې د ښځو د حقونو په برخه کې پرمختګونو اندېښمن کړی او په تمه دی، چې طالبان په راتلونکې کې څه کوي.

له بلې خوا د چین بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او د افغانستان په اړه به هیڅ وخت خپل سیاست ته بدلون ورنکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژوالیجیان ویلي: د افغانستان په اړه د چین دریځ ثابت او روښانه دی. مخکې له دې، چې طالبان په رسمیت وپېژنو باید د هغوی جوړښت ته په تمه شو.

له بلې خوا د آسترالیا لومړی وزیر ویلي، چې له کابله یې په لومړۍ الوتنه کې د خپلو اتباعو په ګډون شپږ ویشت کسان ایستلي دي. په دې منځ کې هغه افغانان هم شته، چې د آسترالیا له پوځ سره یې همکاري کړې ده.

ده ویلي، چې د نورو اتباعو د ستنولو لپاره به کابل ته ۲۵۰ سرتېري واستوي.

د آسترالیا لومړی وزیر سکات موریسن ویلي: تر سخت فشار لاندې یو او هغه افغانان به وژغورو، چې له کانبرا سره یې همکاري کړې ده. په لومړۍ الوتنه کې مو شپږ ویشت کسان وایستل.

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ ويلي؛ جنرال مک کنزي د کابل له هوايي ډګره لیدنه کړې او ویلي یې دي، چې د خپلو وګړیو او افغان همکارانو د ایستلو له چارې خوښ دی.

Trending

Exit mobile version