تازه خبرونه

د طالب او داعش د ګډې ورستې ایدیالوژۍ ریښې باید وچې شي ـ امرالله صالح

Published

on

د کابل لنډمهاله امنیتي مسوول او د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د شنبې پر ماښام (د لړم درېیمه) د پلازمېنې په لویدیځ کې پر ځانمرګي برید سختې نیوکې وکړې او وایي، چې داعش او طالبان ګډه ایدیالوژي تعقیبوي او د دې ورستې ایدیالوژۍ ریښې باید وچې شي.

صالح په خپل یوه تویت کې د برچي د بلخشک د اړوند سیمې پر کوثر ښوونیز مرکز ځانمرګي برید ته په نغوته کې ویلي، چې د دروغجن جنت په لټه کې د ورستې ایدیالوژي ریښې باید وچې شي. طالبان او داعش په یو اند دي. دوی اوس په تاکتیکي کچه کې سره یوځای شوي. راتلونکی ؟!

په هر حال صالحي لومړنی کس و، چې د پېښې د غندنې تر څنګ یې په دوحه کې د سولې پر خبرو سربېره  یې د تاوتریخوالي پر لوړه کچه هم نیوکه وکړه.

د بشري حقونو د څار د آسیایي چارو چارواکې پاتریشیا ګاسمن په خپل تویت کې څرګنده کړې: په کابل کې یو بل بې رحمه برید؛ ملکي وګړي، چې عادي کارونه ترسره کوي، پر سړک تېریدونکي، د زدکړی یا په روغتونونو کې د پاملرنې ترلاسه کوونکي ناڅاپه له بې رحمه تاوتریخوالي سره مخ کیږي. ولې د دوی خبرې د سولې په مذاکراتو کې په ډاګه ش،ی ندي؟

د پخلاینې عالی شورا مشر داکتر عبدالله عبدالله هم دغه پېښه یو تروریستي عمل وباله او زیاته وي، چې دا د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف کار دی.

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي رولاند کوبیا ویلي؛ دا برید او د ولایتونو پر مرکزونو نور وروستي بریدونه، چې تاوتریخوالي هڅوي نوربس دی. د نړیوالې ټولنې بشپړ یووالي + د سمدستي اوربند لپاره پراخه فشار د ټولو افغانانو غوښتنه ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ویلي؛ چاودنه هغه مهال رامنځته شوې، چې ځانمرګي بریدګر د دانش کوثر روزنیز مرکز ته د ننوتلو په هڅه کې و، چې د مرکز د ساتونکیو لخوا پېژندل شوی او مرکز ته د وردننه کیدو مخه یې نیولې، خو ځانمرګي بریدګر چاودنه رامنځته کړه، چې په کې ۱۸ کسان وژل شوی او ۵۷ نور ټپیان دي.

د کابل لویدیځ میشتي په تېرو وختونو کې هم د ورته خونړیو چاودنو او بریدونو قرباني شوي او لسګونه ملکي وګړيو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د ا په داسې حال کې ده، چې تر دې دمه کومې ډلې د پېښې مسوولیت ندی منلی؛ خو پخوا دې ته ورته بریدونه داعش کړی او طالبانو په دې پېښه کې هم خپل لاس لرل رد کړي دي.

Trending

Exit mobile version