سیمه ییز خبرونه
د طالب بنديانو خلاصون د افغان او نړيوالو ځواكونو راتلونكى ماموريت له ننګونو سره مخ كوي
ناټو خبردارى وركوي، چې د بګرام له زندان څخه به د طالب بنديانو خوشې كول د تېرو كلونو لاسته راوړنې له خطر سره مخ كړي. ناټو د ولسمشر حامد كرزي په امر د بګرام له زندان څخه د ۳۷ بنديانو خلاصون د اندېښنې وړ مسئله بولي او دا د افغانستان د راتلونكې لپاره يو جدي ګواښ ګڼي.
له القاعده او طالبانو سره د نږدې اړيكو د پاللو له وجې زيات كسان په وروستيو ۱۲ كلونو كې دغه ځاى ته راوستي دي، خو افغان دولت بګرام زندان د طالب جوړولو فابريكه بولي، او وایي دا زندان به وتړي.
په وروستيو كې ناټو د افغان حكومت له خوا د ۳۷ زندانيانو پر خلاصون غبرګون وښود او ويي ويل، د دې بنديانو خلاصون به د جګړې په ډګر كې تر لاسه شوې برياوې له نابودۍ سره مخامخ كړي.
معین مرستیال د حق او عدالت ګوند غړى وایي:
د ناټو پوځيانو موندنې ښيي، چې له ۳۷ خوشې شويو بنديانو يي ۱۷ په ورانګارو كړنو كې ښكېل و، او درې نور يي د يوولسو سرتېرو او ۱۴ افغان ملكي وګړو پر وژنې كې ښكېل دي، او څلور نور بنديان په ورانكارو بريدونو او د ائتلاف پوځيانو د ۴۲ سرتېرو په وژنې كې لاس لري.
افغان قانون جوړونكي په دې اند دي، چې د بګرام زندان د بنديانو خلاصون به د افغان سرتېرو روحيه كمزورې كړي او د دې سبب به شي، چې د جګړې د ډګر اوسنۍ لاسته راوړنې د طالبانو په ګټه بدلون وكړي.
خو افغانان واك ته د طالبانو د بېرته له ستنېدو څخه اندېښنه ښيي او وايي، د دې بنديانو خلاصون به د جګړې اور تود كړي.
ويل كېږي د ٰبګرام زندان د ادارې پر كنټرول ناندريو د كابل واشنګټن اړيكې ترينګلې كړې وي، خو له څو كلونو شخړو وروسته دا زندان يو كال مخكې افغان حكومت ته وسپارل شو.
ومو غوښتل په دې اړه د بګرام زندان د بنديانو د دوسيو د څېړنې د كمېټې نظر هم واخلو، خو له پرله پسې اړيكو سره سره بريالي نه شو.