تازه خبرونه

د طالب بندیانو خوشې کول د سولې او امنیت په ګټه ندي – امنیت شورا

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۸, ۱۳۹۹)

د افغانستان د ملي امنیت شورا نن (سې شنبه د لیندۍ ۱۸) څرګنده کړې، چې د تلپاتې سولې او اوربند هوکړې ته له رسیدو مخکې د طالب بندیانو خوشې کول به د امنیتي وضعیت په ښه کولو کې مرسته ونکړي.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ ټینګار کړی، چې له ۵۰۰۰ څخه د ډېرو طالب بندیانو خوشې کولو د تاوتریخوالي په کمولو کې بې اغېزې ول او پر حکومت یې نیوکې زیاتې کړې.

رحمت الله انډر په دې اړه زیاته کړې: د طالب بندیانو خوشې کول او نه خوشې کول د سولې پر بهیر ځانګړې اغېز نلري.

د مشرانو جرګې مشر ویلي، چې د طالب بندیانو خلاصون د تاوتریخوالي د کمي نه، بلکې د زیاتوالي سبب شوي؛ ځکه ځینې خلاص شوي بندیان د جګړو په ډګرونو کې لیدل شوي دي.

د مشرانو جرګې فضل هادي مسلمیار وایي: د طالب بندیانو له خوشې کېدو وروسته په خواشینۍ تاوتریخوالی ډېر شوی؛ خلک ګواښل کیږي، قرباني شوي او که طالبان سوله غواړي باید زغم هم ولري.          

له بلې خوا ، د مشرانو جرګې اداري پلاوی له حکومت غواړي، چې له رښتیني اوربند او د سولې د هوکړې له لاسلیک مخکې باید یو بندي هم خوشې نکړي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وایي: د طالب بندیانو د خوشې کولو تجربه باید تکرار نشي. داځل باید د اوربند په پلمه د هوکړې له لاسلیک مخکې طالب بندیان خوشې نشي؛ ځکه اوربند ماتېدی هم شي.                   

د مشرانو جرګې منشي فیصل سمیع وایي: زمونږ غوښتنه له ولسمشره داده، چې دا ځل د امریکا پر غوښتنو ونه غولیږي؛ تر هغې، چې رښتینی اوربند شوې او جګړه ونه دروي، خپلې وسلې تسلیم نکړي یو طالب زنداني هم باید پرېنښودل شي.

په پارلمان کې وکیلان ټینګار کوي، چې له طالبانو سره د امریکا پټې معاملې خلکو ته د منلو وړ ندي او هره هوکړه، چې د خلکو تمه او غوښتنه په کې نه وي؛ په افغانستان کې به د تاوتریخوالي د دوام معنا ولري.

Trending

Exit mobile version