تازه خبرونه
د طالب بندیانو د خلاصون تخنیکي پلاوی کابل ته رارسیدلی
د طالبانو یو پلاوی کابل ته د بندیانو د خلاصون د ځیني تخنیکي لارو چارو په موخه کابل ته راغلې.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند کابل ته د طالب بندیانو د تصدیق او خوشې کولو پر نیت د یو تخنیکي پلاوي له رسیدو خبر ورکړی او د ملي امنیت شورا دفتر هم منلې، چې دا پلاوی یوازې د دواړو لوریو د بندیانو د خوشي کولو د تخنیکي کارونو په اړه کابل ته راغلی دی.
د طالبانو یو پېنځه کسیز پلاوی د طالب بندیانو د خوشي کولو د څرنګوالي، تثبت او هویت د پېیژندنې او دولتي بندیانو د خوشي کولو په اړه د خبرو په موخه کابل ته رسیدلی دی.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، چې: د افغانستان اسلامي امارت یو پېنځه کسیز تخنیکي ټیم د بندیانو د خوشی کولو، تصدیق او تثبیت په موخه کابل ته لیږل شوی او دا ټیم به په تخنیکي برخه کې د دوی ستونزې حل کړي.
د ملي امنیت شورا دفتر هم منلې، چې د طالبانو او حکومت تخنیکي پلاوی د دواړو لوریو د بندیانو پرخوشي کولو کار کوي.
د امریکا دفاع وزیر ویلي؛ د افغانستان دولت د طالب بندیانو له خوشي کولو سره وښوده، چې غواړي د بین الافغاني خبرو پر لوري ګامونه واخلي.
پنتاګون په دې باور دی، چې د افغانستان حکومت د دوه زره طالب بندیانو له خوشي کولو سره د سولې په برخه کې یو اغېزمن ګام پورته کړی دی.
ډېر په دې باور دي، چې د سولې په برخه کې رامنځته شوی فرصت باید له لاسه ورنکړ شي.
داسې ښکاري، چې د سولې خبرو د پیل لپاره رامنځته شوي خنډونه اوس د لیرې کیدو په حال کې دي.