تازه خبرونه

د طالب بندیانو له خوشې کیدو سره به د نشه یي توکو مستې څپې بریتانیا او اروپا ته ورسیږي

Published

on

ولسمشر اشرف غني انګلستان او اروپا ته خبرداری ورکړی، چې د پاتې طالب بندیانو له خوشې کیدو سره به د نشه یي توکو مستې څپې تر دوی هم ورسیږي.

افغان ولسمشر اشرف غني د برتانیا له تایمز ورځپاڼې سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د اروپايي هېوادونو مشران او امریکا به د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کیدو د پایلو مسوول وي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که په انګلستان او اروپا کې مخدره توکي ډېر شي، نو ستاسې ټول مشران به په کې ښکېل وي.

ولسمشر زیاته کړې، چې ډېري پاتې بندیان د مخدره توکو قاچاق کوونکي دي او د دوی خوشې کیدل به د مخدره توکو نړیوال قاچاق ډېر کړي.

هغه د بندیانو په اړه ویلي: دوی نړیوال میلمانه او زمونږ خلک وژلي دي… په دوی کې ډېر داسې خلک شته، چې د نشه يي توکو په قاچاق کې کار کوي… که نشه یې توکي ډېر شي؛ نو بریتانیا، اروپا او د ستاسې ټول مشران ملامت دي.

اشرف غني دا هم په ډاګه کړې: که امفتامین د امریکا څنډو ته ورسیږي؛ مونږ باید وپوهیږو، چې د همدې خلاصون پایله ده او که دا خلک جرمونه وکړي دا بیا د نړۍ ګډ مسوولیت دی.

دغه راز له افغان حکومت سره د طالبانو په خبرو کې یو بل ځنډ هم سر را پورته کړی او د دوحې د هوکړې له مخې د پوره ۵۰۰۰ طالب بندیانو پر خوشې کولو ټینګار مشروط شوی او خپلمنځي خبرې یې ځنډولي دي.

ولسمشر اشرف غني د روانې میاشتې په بهیر کې له ۵۰۰۰ ډېر بندیان خوشې کړل؛ خو د طالبانو د نوملړ له مخې ۴۰۰ طالب بندیان خوشې شوي ندي.

دا بندیان ناندریز نومول شوي؛ خو تیره اوونۍ ترې د ۸۰  له خوشې کیدو سره سم فرانسې او سترالیا له امریکا او افغان حکومت څخه وغوښتل، چې دغه طالب بندیان د دوی د اتباعو په وژنو کې لاس لري او باید تر مرګه بندیان پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي د دغو بندیانو د خوشې کیدو د ځنډیدلي بهیر په اړه ویلي؛ تر هغې، چې طالبان ۲۲ امنیتي ځواکونه له بنده راخوشې نکړي؛ پاتې ۳۲۰ طالب بندیان به هم خوشې نشي.

Trending

Exit mobile version