تازه خبرونه
د طبیعی پېښو له امله ښایي ۲۹۷ ولسوالیو کې ګواښونه رامنځ ته شي
د بیړنیو حالاتو کمیټه وایي چې ښایي د طبیعي پېښو او سیلاوونو له کبله ۲۹۷ ولسوالیو کې ګواښونه رامنځ ته او خلک له خطر سره مخامخ شي.
ظاهراً داسې ښکاري چې په هیواد کې د طبیعي پیښو او سیلاونو د زیانونو د کمولو لپاره لازم امکانات نشته.
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي د اوبو او سیلاونو د مهارولو لپاره د سیندونو د غاړو پخولو او سربندونو جوړولو ته اړتیا لري، چې دوی دغه کار ته بودجه نلري.
خو د مشرانو جرګې غړي وايي چې له زیانمنو کورنیو سره په اعلان شويو مرستو سیمه ایز زور واکي د ځان لپاره وسلې او مهمات اخلي.
مشرانو جرګه د بیړنیو حالاتو د کمیټی یو شمیر غړي د احتمالي طبعي پیښو سره د مبارزې او د چمتو والي لپاره عمومی غوندي ته را بللی وو.
د مشرانو جرګې غړي د دغه کمیټې پر غړیو نیوکه کوي او وایي چې د احتمالي پیښو لپاره لازم چمتوالي نه لري.
دوی ولایتونو کې د طبعي پیښو مرستې اړو خلکو باندي نه ویشل کیږي.
د مشرانو جرګې غړی داوود:
“په غور ولایت کې طبعی پیښی زیاتې را منځه کیږي؛ خو په مرستو څارنه نشته. مرستي شوې پیسې د طبیعي پیښو د زیانمنو پر ځای په جنګیي مسایلو مصرف کیږي. تل د سیندونو سواحل تر اوبو لاندی کیږی او کلیوالو ته سخت زیان رسیږیي.”
خو د بیړنیو د حالاتو د کمیټی غړي بیا وایي چې دوي هغه سیمي چې د طبعي پیښو پر مهال زیانمنیږي، مشخصې کړي دي او هڅې يې پیل کړې چې باید پوره چمتووالي ونیول شي.
خو د ابو او انرژۍ وزارت د ابو د تنظیم رییس سلطام محمود محمودی بیا وایي چې د پیښو د کموالي لپاره د سیندونو د غاړو د تحکیم لپاره پروګرامونه لري، خو د عملي کولو لپاره یې لازمه بودجه نلري.
دا په داسي حال کې ده چې هر کال د طبعی پیښو د را منځ ته کیدو او سیلانو د راوتلو له امله خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اوړي.
خبریال: عبدالعزیز کریمی