نړۍ
د طرابلس په جنوب کې ډله ییز قبر موندل شوی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د لیبیا ملي انتقالي شورا وايي، چې:
د طرابلس په جنوبي برخه کې ابوسلیم زندان ته نژدې یې یو ډله ییز قبر موندلی، چې له ۱۷۰۰ څخه زیات مړي په کې ښخ دي.
ملي انتقالی شورا وویل:
دغه مړي پر ۱۹۹۶ع کال په ابوسلیم زندان کې له بلوا وروسته دلته ښخ شوي دي.
دغه شورا زياتوي، چې:
په ياد زندان كې معمولا د معمرقذافي مخالفان ساتل کیدل.
د دې شورا ویاند خالد الشریف ویلي:
د بلوا له شنډولو وروسته د ټولو بندیانو د وژلو امر ورکړ شوی و.
نوموړي څرگنده كړې، چې وايي:
د زندان ساتونكيو پرې په داسې حال كې ډزې كړي، چې لاسونه او سترگي يې تړلې وې .
په همدې حال كې د قذافی پلرني ټاټوبي سیرت ښارته نژدې د ملي انتقالي شورا د ځواکونو او د قذافي فادارو ترمنځ نښته دوام لري.