تازه خبرونه

د طوطي میدان د طبیعي ګاز د اکتشاف او استخراج عملي چارې پیل شوې

اقتصادي مرستیال ملا برادر ټینګار کړی، چې دا پروژه به نه یوازې د هېواد د طبیعي ګاز کورنۍ اړتیا پوره کړي، بلکې د وارداتي ګاز او برښنا په اړه به د افغانستان تکیه هم راکمه کړي او په تدریجي ډول به د دې پاکې انرژۍ د صادرولو لپاره لار اواره کړي.

Published

on

د اسلامي امارت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ۱۴۰۴لمریز لېږدیز کال د وږي پر درویشتمه د جوزجان ولایت د طوطي میدان د طبیعي ګاز د اکتشاف او استخراج پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ او دا یې په هېواد کې د پانګونې او اقتصادي ودې د پراختیا په لور یو مهم ګام وباله.

اقتصادي مرستیال ملا برادر ټینګار کړی، چې دا پروژه به نه یوازې د هېواد د طبیعي ګاز کورنۍ اړتیا پوره کړي، بلکې د وارداتي ګاز او برښنا په اړه به د افغانستان تکیه هم راکمه کړي او په تدریجي ډول به د دې پاکې انرژۍ د صادرولو لپاره لار اواره کړي.

 ملا برادر زیاته کړې؛ اسلامي امارت د اړینو شرایطو او ځانګړو آسانتیاوو پر برابرولو له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو هرکلی کوي او دوی هڅوي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

هغه دا هم ویلي، چې د طوطي میدان پروژه به د هېواد ځوانانو ته کاري فرصتونه رامنځته او د بهرنۍ سوداګرۍ په توازن برابرولو کې د پام وړ مرسته وکړي.

دغه راز د اقتصاد مرستیال وزیر له قراردادي شرکتونو څخه وغوښتل، چې خپل فعالیتونه له نړیوال معیار سره برابر ترسره کړي. د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري ویلي؛ دا پروژه کولی شي، چې د افغانستان او ازبکستان تر منځ د اقتصادي مشارکت یوه بېلګه وګرځي.

نوموړي د طوطي میدان د طبیعي ګاز په اړه وویل: یاد کان ۷۵۰۰ کیلومټره مربع مساحت لري؛ له مخکې په کې ۵۰ ساختماني جوړښتونه تثبیت شوي او شاوخوا ۳۰ ژورې څاه ګانې شتون لري، د کانونو او پټرولیم وزارت او ایریل کام شرکت ترمنځ یې تړون د ۲۵ کلونو لپاره د اکتشاف، تولید او استخراج لپاره لاسلیک شوی.

د ازبکستان د جمهور رییس ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف وایي: د ازبکستان او افغانستان اړیکې د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ ولاړې دي.

هغه له ټولو هغو کسانو څخه مننه وکړه، چې د طوطي میدان د طبیعي ګاز پروژې د عملي چارو د پیل په برخه کې یې هلې ځلې کړې دي.

د کام ګروپ شرکت سلاکار انجنیر محمد ګل خلمي د کام انرژي او طوطي میدان پروژې په اړه د معلوماتو وړاندې کولو پر مهال ویلي: زمونږ سټراټیژي د پروژې د پلي کېدو په برخه کې د طبیق وړ ده، مونږ به په دې پروژه کې له نوې ټکنالوژۍ څخه ګټه پورته کړو او د سیمې د انرژۍ په برخه کې به دغه پروژه حیاتي رول ولري.

د ازبکستان د انرژۍ وزارت مرستیال بختیار محمد کریموف د ازبکستان جمهوریت له لوري د یادې پروژې د پیل په اړه مبارکي وړاندې کړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې دغه پروژه د اړیکو د پیاوړتیا سبب و ګاڼه او د افغانستان له ځوان نسل سره به په دې برخه کې تجربې شریکې شي.

ویل کیږي، چې دا اړینه پروژه افغانانو ته په افغانستان کې د اقتصادي بدلون او دوامداره پرمختګ ژمنه کوي او د انرژۍ په سکټور کې د هېواد د ځان بسیاینې لپاره ډېر ارزښت لري.

Trending

Exit mobile version