تازه خبرونه

د عاشورا مراسمو سوله‌ییزه ترسره کېدا په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت ښکارندویي کوي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۷, ۱۴۰۲)

د اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن آخوند ويلي، چې د اسلامي امارت له راتګ سره په ټول هېواد کې امنیت خوندي شوی او د عاشورا د لس ورځنيو مراسمو سوله‌‌ییزه ترسره کېدا یې جوت دلیل دی.

د شنبې پر ورځ (د زمري اوومه) د اسلامي امارت د رییس الوزرا له دفتره په خپاره شوي پیغام کې راغلي؛ سره له دې ټولو درواغجنو تبلیغاتو ثابته شوه، چې ځینې کړۍ اوس هم افغانستان د خپلو شومو موخو لپاره ناامنه ګڼي او د امنیتي ځواکونو پر وړتیاوو شک کوي.

ملا محمد حسن آخوند ټینګار کړی، چې د اسلامي شریعت له مخې د هېواد د ټولو وګړیو فردي، ټولنیز او دیني حقونه خوندي دي.

دغه راز څرګنده شوې، چې له شته امنيت او ثباته به افغانان دا فرصت ولري، چې خپل هېواد جوړ او د اسلامي نظام تر سيوري لاندې د پرمختګ پر لوري ګړندي ګامونه پورته کړي.

رییس الوزراء له نړۍ، سیمې او ګاونډ هېوادونو وغوښتل، چې په افغانستان کې له شته امنیت سره مرسته وکړي او له خپلې خاورې افغانستان ته د ترهګرو د ور‌اوښتو مخه ونیسي.

نوموړي دا ډاډ هم څرګند کړ، چې اسلامي امارت د خپلو ځورېدلیو خلکو هوساینه او له نړۍ سره مثبت تعامل غواړي.

Trending

Exit mobile version