تازه خبرونه

د عاشورا مراسمو وښوده چې افغانان سره وروڼه دي: خلیلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان ولسمشر ډاکتر اشرف غني د عاشورا په مناسبت له ناروغانو او ټپیانو سره د مرستې په توګه خپله وینه ورکړه.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د عاشورا له ویرجنو وغوښتل چې په سړکونو خپلې وینې توی نه کړي او له ټپیانو او ناروغانو سره د مرستې په توګه خپله وینه ورکړي.

د افغانستان د حزب وحدت اسلامي رهبر کریم خلیلي وویل چې د عاشورا مراسمو وښوده چې افغانان سره وروڼه دي.

افغان ولسمشر ډاکتر اشرف غني د عاشورا د ویرجنو په مراسمو کې ګډون وکړ. هغه په دغو مراسمو کې خبرې ونه کړې؛ خو د هغه دویم مرستیال د ولسمشر په استازیتوب خبرې وکړې. هغه وویل چې حسیني پاڅون د عدالت په موخه شوی او مسلمانانو ته د سوله يیز ژوند پیغام استوي.

په ورته وخت کې هغه له حسیني عزادارانو وغوښتل چې اړو کسانو او ناروغانو ته خپله وینه ورکړي.

د پخواني افغان ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي چې په دغو مراسمو کې يې ګډون کړی و، وویل چې افغانستان هغه هیواد دی چې خلک یې د وروڼو په څير له یو بل سره ژوند کوي.

په دغو مراسمو کې ټولو ویناوالو په هیوادوالو غږ وکړ چې له داسې کړنو ډه ډه وکړې چې ملي یوالي ته زیان رسوي، او د بیلتون لامل ګرځي.

Trending

Exit mobile version