تازه خبرونه

د عاشورا وير كوونكيو د وينې بانكونو ته خپله وينه وركړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ولسمشر دوه يم مرستيال محمد كريم خليلي د عاشورا په لومړى ورځ د وينې بانك ته وينه وركړه او نور خلك يې هم دغه كار ته وهڅول.

هغه د عاشورا له ټولو وير كوونكيو وغوښتل، چې په لارو او كوڅو كې د خپلې وينې د بهولو په ځاى دې دا وينه د وينې بانكونو ته وركړي، چې د گڼو اړو انسانانو ژوند وژغوري.

د ولسمشر دوه يم مرستيال محمد كريم خليلي وايي:

د امام حسين (ع) د پاڅون پيغام هم  له نورو انسانو سره   همكاري وه .

د عامې روغتيا وزيره ثريا دليل وايي:

هغه وينه، چې د عاشورا په ورځو كې له دغه وزارت سره د مرستې په توگه وركول كيږي د كال په اوږدو كې اړو خلكو ته وركول كيږي او د هغوى ژوند ژغوري.

د عامې روغتيا د وزيرې په وينا، تېر كال هم د عاشورا په ورځو كې يونيم ميليون سي سي وينه بانكونو ته وركړشوې وه، چې ښه پايله يې درلوده.

افغانستان يو له هغو اسلامي هېوادونو څخه دى، چې د عاشورا په ورځو كې يې خلك خپله وينه په وړيا توگه د وينې بانكونو ته وركوي، چې اړو خلكوته وړيا وركړشي.

د يادوني وړده، چې له تېرو څو كلونو راهيسې د افغا نستان ويركوونكي د يو شمېر نورو په ترتله خپله وينه روغتيايي مركزونو ته وركوي او د اړو خلكو ژوند پرې ژغوري.

Trending

Exit mobile version