تازه خبرونه

د عاشورا په درشل کې دوه “تروریستي” ډلې ونیول شوې

Published

on

(Last Updated On: وږی ۷, ۱۳۹۹)

امنیتي ځواکونو په کابل کې دوه “تروریستي” ډلې نیولې دي.

د کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ د پولیسو ځانګړیو ځواکونو تېره شپه د کابل ښار د پېنځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې یو لړ عملیات پیل کړل، چې په کې د یوې میرمنې په ګډون نهه کسان نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې: دوی غوښتل د کوټې سنګي په سیمه کې پر حسیني ماتم کوونکیو ترهګریز برید ترسره کړي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې له نیول شویو کسانو څخه دوه ځانمرګي واسکتونه او شپږ بمونه ترلاسه شوي دي.

همدارنګه پولیسو د کابل ښار د دولسمې امنیتي حوزې له اړوند سیمې د عملیاتو پرمهال یوه بله پېنځه کسیزه ډله نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت وایي: ملي پولیسو په کابل کې د عاشورا د ورځې د نمانځلو لپاره ټول شوني امنیتي تدابیر نیولي او هیڅ ترهګرې ډلې ته به اجازه ورنکړي، چې د مراسمو امنیت ګډوډ کړي.

د یادونې ده، چې په اسلامي هېوادونو کې هر کال د بې عدالتیو پر وړاندې د امام حسین پاڅون او شهادت د ماتم له یو لړ مراسمو سره لمانځل کیږي.

Trending

Exit mobile version